د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي مسؤولین: ګوزڼ درملنه نلري، کورنۍ باید د پولیو کمپاین ته پاملرنه وکړي


د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

په افغانستان کې یو شمېر طبي کارمندان پولیو واکسین د زیات اهمیت نه برخمن بولي او له همدې کبله یې د کور په کور تطبیق سپارښتنه کوي.

د دوی په وینا،ګوزڼ د نورو ویروسونو پرتله پیچلې ناروغي ده او که چیرې کومه سیمه کې یې مثبته پېښه رامنځ ته شي د بیا درملنې وړ نده نو ځکه اړتیا ده چې هیڅوک د پولیو ضد واکسین څخه خپل کوچنیان محروم نکړي.

په خوست کې د ماشومانو یو تن متخصص ډاکټر، شریف الله امریکا غږ ته وویل:” د پولیو واکسینو طبي اهمیت ډېر زیات دی ځکه که چیرې یو ماشوم په نورو ساري ناروغیو اخته شي نو په کلینیکونو یا دولتي روغتونونو کې د هغوی درملنه کیږي خو که چیرې په پولیو کوم ماشوم اخته شي نو د دوی د دایمي فلج لامل کیږي. د همدې لپاره د پولیو واکسین کور په کور ګرځول کیږي او د دې هدف لپاره کمپاینونه شوي ترڅو هیڅ ماشوم ترې بې برخې پاتې نشي.“

د نوموړي په وینا، لاهم دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا لیدل کیږي ترڅو پولیو په بشپړه توګه له افغانستان محوه شي.

ډاکټر شریف الله زیاتوي چې که په دې برخه کې ټیمونه زیات شي، طبي کارمندان د روغتیایي سکټور او نورو مؤسسو په چوکاټ کې د هېواد په کچه پوهاوی زیات کړي، د کورنیو له مشرانو او عالمانو سره ناستې وشي نو دا برخه لا هم غني کیدای شي. د هغه په وینا، دم ګړۍ څومره چې لازمه ده هغه کار ندی شوی.

له بلې خوا د خوست ځایي فعالان د ګوزڼ په ضد روان بهیر کې د ښځینه وو رول د پراخ اغېز درلودونکی بولي.

د رحیم عادل په نوم یو تن فعال په دې نظر دی چې میرمنو ته د پولیو د عامه پوهاوي او واکسیناسیون برخه کې ونډې زیاتول دا ناروغي مهارولی شي.

ښاغلي عادل امریکا غږ ته وویل: ” زما په نظر، که چیرته میرمنو ته توجه زیاته شي د عامه پوهاوي او واکسیناسیون د تطبیق بهیر کې نو دا له پروګرام سره لا مرسته کولای شي ځکه اکثریت کورنۍ د ورځې په جریان کې نارینه په کور نلري یا ځینې خلک نه غواړي کوچنیان واکسیناتورانو ته د باندې راوباسي نو ښځینه ډېر په آسانه کولای شي کورونو ته لاړې شي او د خلکو کوچني ماشومان واکسین کړي.“

که څه هم تمه کیده چې روان میلادي کال به د پولیو پېښې په افغانستان کې صفر ته راکمې شي خو په دوه پرلپسې ورځو کې د پولیو غبرګو پېښو یو وار بیا افغانستان کې د دې ویروس قوي خطر په ډاګه کړ.

XS
SM
MD
LG