د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ساحوي کلینیکونو کې د پولیو ضد واکسین په منظم ډول تطبیقیږي


د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د پولیو د بیړني مرکز مسؤولین وايي چې د پلازمینې کابل په ساحوي او د ولسوالیو په کلینیکونو کې د پولیو ضد واکسین په منظم ډول دوام لري.

د دوی په وینا، د واکسیناسیون د تطبیق بهیر له ستونزو پرته جریان لري خو میندې او پلرونه باید د خپلو اولادونو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د پلازمینې کابل نفوس چې د اووه میلیونو په شاخوا کی اټکل کیږي، په ساحوي کلنیکونو کې یې د ګوزن ضد واکسین په نورماله توګه مخ په وړاندی روان دی.

د پولیو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: " د کابل په ساحوي کلینیکونو او د ولسوالیو په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د واکسیناسیون فعالیتونه په سمه توګه جریان لري او د پولیو واکسین ترڅنګ د ماشومتوب د دورې نور ټول واکسینونه د مهالویش له مخې په منظم ډول تطبیقیږي."

نوموړي د ډاډ په ورکولو سره دا هم وویل چې په ټولو ساحوي او د ولسوالیو په کلینیکونو کې واکسیناتوران شته او د واکسینونو د ساتنې لپاره هم منظم یخچالونه او نور اړین وسایل په ځايي کلینیکونو کې موجود دي.

ښاغلي مومن وویل: " یوازنې ستونزه چې موږ یې اوس لرو، د کورنیو د عامه پوهاوي په برخه کې ده. ځینې کورنې خپل ماشومان د مهالویش له مخې د اړینو واکسینونو د تطبیق لپاره روغتیایي کلنیکونو ته نه لیږي."

روغتیاپالان د ګوزڼ دوه څاڅکې واکسین د پولیو ویروس د مخنیوي یوازنۍ لاره بولي او له خلکو غواړي چې دې برخه کې له صحي رضاکارانو سره مرسته او همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG