د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې کورنۍ غمجنه کیسه چې درې غړي یې په پولیو (ګوزڼ) اخته دي


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

په ننګرهار کې یوه کورنۍ چې درې ماشومان یې په تېرو پنځو کلونو کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي، وايي چې ډېر سخت ژوند تېروي.

د دغه کورنۍ غړي وايي چې په کور کې د درې ګوزڼ وهلو ماشومانو پالنه د دوی لپاره سخته ده، ځکه خپله ټوله شتمنۍ یې د یادو ماشومانو په درملو لګولې، خو وروسته بیا روغتیاپالانو ورته ویلي چې د ګوزڼ هیڅ درملنه نشته.

د دغه کورنۍ غړي د یادو ماشومانو په ګوزڼ اخته کېدل د واکسین نه کول ګڼي.

دا کورنۍ د ننګرهار ولایت په یو لرې پرته ولسوالۍ کې ژوند کوي او د دې کورنۍ مشر، شرافت امریکا غږ ته وویل چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د هغه په خبره، یاد ماشومان یې پر روغتونونو ګرځولي دي، خو بلاخره دې پایلې ته ورسېدل، چې پر ګوزڼ اخته دي، هغه ناروغي چې هیڅ درملنه نه لري.

نوموړي وویل: "مونږ د ګوزن ناروغۍ له امله ډیرو کړاوونو سره لاس او ګریوان یو. د پنځه کلونو په موده کې زمونږ د کورنۍ درې ماشومان په ګوزن ناروغۍ اخته شوي دي. هر چیرته مو یوړل خو ډاکترانو په لومړیو کې یوه او بله ناروغي راته ویله، په دې وروستیو کې راته په جلال اباد او پېښور کې ډاکترانو وویل چې دا ګوزن وهلي دي."

هغه زیاته کړه، پر کوزڼ د اخته ناروغانو یوه یې انجلۍ ده چې څلور کاله عمر لري او له پېداېښت یو کال وروسته په دغه ناروغۍ اخته شوې ده.

شرافت د کورنۍ د غړو په ګوزڼ د اخته کېدو لوی لاملونه د واکسین نه کول او سختې جګړې یادوي.

ښاغلي شرافت وویل: "د دغو په ګوزن اخته ماشومانو له جملې یې یوه نجلۍ ده او دوه نور هلکان دي، او د دریواړو عمرونه د درې او څلورو کلونو تر منځ دي. خو د ګوزن د اخته کیدو لامل یې د واکسینو په تړاو د خلکو شکونه وو او زمونږ په ټول کلي کې خلکو ماشومانو ته د ګوزن واکسین نه کول."

نوموړی وایي، پوره هڅه کوي چې د یادو ناروغانو سمه پالنه وکړي، خو په یو کور کې د درې ګوزڼ وهلو ماشومانو پالنه سخته ده او یو نیم وخت یې په داسې وضعیت کې ګوري چې بیا ورته په ورځو ورځو دردېږي، د هغه په خبره یاد ماشومان له یو لوري کم عمره دي او بل خوا ګوزڼ نیمګړي کړي.

هغه په ټولو ګورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان دې واکسین کړي تر څو یاده ناروغي یې راتلوونکی ونه ګواښي.

هغه په ډیر تاکید سره امریکا غږ ته وویل: "زه له ټولو کورنیو څخه غوښتنه کوم چې پر خپلو ماشومانو رحم وکړي، ځکه دا مهم واکسین دي، که ماشومانو ته ونه شي زمونږ د کورنۍ غوندې به عمر ته په کړاو کې ژوند کوي."

دا یوازې د شرافت کورنۍ نه ده چې د ګوزڼ له ناروغۍ هره ورځ رنځ وړي، درې ماشومان ورته د اوږو بار شوي، ګڼې داسې نورې کورنۍ هم شته چې د واکسین نه کولو له امله یې ماشومان نیمګړي شوي.

خو په دې وروستیو کې یادې ناروغۍ ته د مسؤولینو په ګډون، عام خلک هم د یو جدي ګواښ په نظر ګوري او له همدې امله هیڅ ماشوم د ګوزڼ ضد واکسین له پروسې نه پاتې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG