ننګرهار کې په ګوزڼ د یو اخته ماشوم سره ټوله کورنۍ کړاو ګالي او هغه ته د ژوند خوښۍ نشي ورکولی.
په ګوزڼ اخته ماشوم "واصف" نومیږي او پلار یې سمندرخان د دولس کسیزې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره ستړی ژوند تیروي، خو د کار وروسته د ژوند ډېرې شپې د واصف سره په ویښه تېروي.
د واصف د خوږلنې خندا تر شاه د هغه د نیمګړي ژوند داستان پروت دی ... خو دې زلمکي له ګوزڼ ناځوانه ناروغۍ څخه داسې ترخه څپېړه خوړلې چې لا د پلار له غېږې نه دې شکېدلی او په خپل پلار د ماشومتوب نازونه کوي.
د سمندر خان په څیره کې هغه پښېماني ښکاري چې ولې یې واصف ته پر وخت د ګوزڼ واکسین نه دی تطبیق کړی.
هغه امریکا غږ سره په خبرو کې اعتراف کوي چې د واکسین نه کول یې د زوی د معیوب کېدو لامل شوی دی.
سمندرخان وویل: " تقریباً اووه کلنۍ ته رسیدلی و چې مونږ پوه شوو ورته واکسین ندې شوی او له همدې امله معلول شو. مونږ ډاکترانو ته وښودلو چې هغه واکسین کړي، هڅه مو وکړه چې بیا واکسین شي، مګر هغه روغ نشو او پښو یې کار پرېښوده.ِ"
لکه نن چې واصف د پلار په لاسنیوي مات ګوډ قدمونه اخلي د ژوند په هره شېبه کې د کورنۍ نورو غړو ته اړ دی.
هغه ډېر کله له هغو لوبو پاتې وي چې د کلي نور ماشومان یې کوي او دی یې یوازې غږونه اوري.
د سمندر خان په خبره چې د کورنۍ له ټولو ستړو سره سره، واصف د خپلو نیمګړو هیلو له امله، چې ګوزڼ ترې په اووه کلنۍ کې اخیستي، تل خواشینی او مرور وي، چې دغه حالت یې بیا د ټولې کورنۍ د درد لامل وي.
نوموړي وویل: "... مونږ ټوله شپه ورسره په تکلیف یوو، د باندې چې ووځي نو بیا ورسره په تکلیف یوو، نه مو ورسره شپه خوب شته او نه مو د ورځې آرام شته، ټوله ورځ همداسې مرور وي او تکلیف یې ډیر زیات دی."
هغه په ټولو کورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کړي تر څو هیڅ ماشوم د واصف په برخلیک اخته نه شي او د کورنۍ غړي یې بیا د دوی په څېر له ژوند ستړي نه وي.
سمندرخان له روغتیا پالانو هم غواړي چې هر کور ته سر ورښکاره کړي او ټول کوچنیان واکسین کړي.
هغه وویل: "هېوادوالو ته مو دا پیغام دی چې خپلو زامنو او لورګانو ته په وخت واکسین وکړئ، که نه، انجام به یې دغسې وي لکه زما د زوی. که ماشوم پر وخت واکسین شي، کوم تکلیف به نه پیدا کوي او شل او ګوډ به نه وي."
د نوموړي په وینا، که د پولیو ډاکټران راشي او دغسې مریضانو باندې وګرځي، په وخت یې مخنیوی وکړي، کیدای شی روغ شي.
په افغانستان کې له کلونو راهیسې د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو روغتیايي سازمانونو او د روغتیا وزارت لخوا پرله پسې هڅې روانې دي، خو د کورنیو بې پروایي، منفي تبلیغات، جنګ جګړې، کډوالۍ، پر وخت د واکسینو نه تطبیق، د مېندو بې سوادي هغه عوامل دي چې له امله یې زرګونه ماشومان په تېرو څو لسیزو کې پر ګوزڼ اخته شوي، نیمګړی ژوند تېروي او د تل لپاره د نورو محتاج دي.
فورم \ دبحث خونه