د لاس رسي وړ اتصالات

د بدني فعالیتونو کموالی د مسنو انسانانو ژوند ګواښي


د روغتیا نړیوال سازمان وايي دا مهال په نړۍ کې ۱.۴ میلیارد مسن یا ډېر عمر لرونکي انسانان کم فزیکي او جسمي فعالیتونه لري چې ژوند ته یې لوی ګواښ پېښ کړی دی.

دغه سازمان وايي کم فزیکي فعالیتونه ډېر عمر لرونکي انسانان د زړه، شکرې، عقل د زوال او سرطان په نارغیو اخته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د دوی موندنې ښيي چې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ په هرو دریو ښځو کې یوې او په هرو څلورو نارینو کې دوو یې فزیکي او جسمي فعالیتونه نلرل. ډاکټران او متخصصان وايي چې هر انسان باید د اونۍ لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې متوسط او یا ۷۵ دقیقې قوي جسمي فعالیت ولري.

راپور وايي چې فزیکي فعالیتونه د انسان عضلات غښتلي کوي، قلبي او تنفسي سیستم یې فعال ساتي، هډوکي قوي کوي، وزن کنترولوي، د وینې د لوړ فشار، د ماغزو د سکتې، د شکرې د ناروغۍ، سرطان او دا ډول نورو رنځونو مخه نیسي.

د روغتیا د نړیوال سازمان دغه راپور د لنست په ژورنال کې تازه خپره شوې ده. راپور وايي له ۲۰۰۱ راهېسې تر اوسه پورې د ډېرو عمر لرونکو انسانانو فزیکي او جسمي فعالیتونه نه دي زیات شوي. وایي د بډایه هېوادونو مسن انسانان د وبې وزله هېوادونو تر مسنو انسانانو دوه برابر زیات کاهل دي او کم جسمي فعالیتونه لري.

کویټ، ساموا، سعودي عربستان او عراق هغه هېوادونه ښودل شوي چې په ۲۰۱۶ کې په کې ډېرعمر لرونکو انسانانو کم فزیکي فعالیتونه درلودل او یا یې هېڅ نه درلودل.

راپور وايي د متحدو ایالتونو ۴۰سلنې، د برتانیا ۳۶سلنې او د چین ۱۴سلنې مسنو انسانانو کم فعالیتونه درلودل چې د روغتیا لپاره یې ګټور نه وو.

XS
SM
MD
LG