د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون د افغانستان نه د امریکا د پوځ د افغان همکارانو د ایستلو بهیر چټکوي


د بهرنیو چارو وزارت وایي شاخوا ۱۸ زرو افغانانو د ځانګړو ویزو د اخیستو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي شاخوا ۱۸ زرو افغانانو د ځانګړو ویزو د اخیستو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان د هغو په زرګونو افغانانو د احتمالي ایستلو په پلان کار کوي چې په تیرو شلو کالونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی. امریکا ته د راتګ د ځانګړو ویزو د بهیر چټکوالی ددې پلان یوه برخه ده.

د سي ان ان شبکې د امریکا د څلورو حکومتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې هکله پنټاګان ته په رسمي توګه امر ندی ورکړی، خو د امریکا حکومت د کانګرس او ځینو نور ډلو د شدید فشار لاندې دی چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید هغه افغانان چې ددې ځواکونو سره یې کار کړی، وایستل شي چې د طالبانو د بریدونو نه خوندي شي.

دغو امریکایي چارواکو چې د سي ان ان په راپور کې یې نومونه ندي اخیستل شوي، د جولای د میاشتې پورې د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو احتمال یې ندی رد کړی.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن په امر د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې پیل شو او د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې به بشپړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې شاوخوا ۱۸ زرو افغانانو امریکا ته د راتګ ځانګړو ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي دي او دیته انتظار باسي چې غوښتنلیکونه یې ومنل شي او ویزې ورته ورکړل شي.

دا ځانګړې ویزې هغو په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکول کیږي چې په افغانستان کې یې په تیرو دوه لسیزو کې یا د امریکایي ځواکونو او یا هم د امریکا د حکومت لپاره کار کړی وي.

د ځانګړو ویزو بهیر خورا اوږد دی او دا چې څه کم درې نیمې میاشتې پاتې دي چې ټول امریکایي عسکر د افغانستان نه ووځي، ښایي ټولو هغو افغانانو ته به دا ویزې پدې موده کې ورنکړل شي چې غوښتنلیکونه یې سپارلي دي.

خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مک کینزي تیره میاشت وویل چې ددې ویزو د ورکړې د بهیر چټکوالی د افغانستان نه د افغان همکارانو د ایستلو تر ټولو غوره لار ده او زیاته یې کړه که مرکزي قوماندانۍ ته پدې هکله امر وشي، دوي به همکاري وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند بیا ویلي چې دا وزارت هڅه کوي په کابل کې د امریکا په سفارت کې افغانانو ته د ځانګړو ویزو د ورکړې بهیر چټک کاندي، خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې افغانان کولی شي د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې د امریکا په سفارتونو کې د خپلو کارونو لپاره مراجعه وکاندي.

XS
SM
MD
LG