د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو سره خبرو ته د حکومتي پلاوي ټاکل او د امریکا-طالبانو د موافقې احتمال


افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکرې هیئت وټاکه
افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکرې هیئت وټاکه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې له طالبانو سره یې د مذاکرې لپاره د ۱۵ کسانو پلاوی وټاکه او دا ترکیب یې بشپړ کړ.

د افغانستان د دولت د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د ۱۵ کسانو په دغه ترکیب کې "سیاسي، ټولنیزه او قومي تنوع په پام کې نیول شوې ده چې ارزښتونو او لاس ته راوړنو ته په کتو د اسلامي جمهوري له لوري مذاکره وکړي."

په دې وروستیو کې افغان حکومت اعلان وکړ چې شاوخوا "دوې اونۍ" وروسته به له طالبانو سره خبرې پیل کړي. خو طالبانو ویلي دي چې له دغه پلاوي سره د "افغان حکومت د استازو" په توګه نه ویني.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا ۱۵ کسان څوک دي. اعلامیه څو شیبې وروسته له هغې خپره شوه چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل څخه قطر ته روان شو.

زلمي خلیزاد د دغه پلاوي ټاکل ستایلي او ویلي دي چې له افغان حکومت سره یې پر "راتلونکو اقداماتو" هم توافق کړی دی.

هغه لیکلي دي که په دوحه کې طالبان خپله برخه عملي کړي، "موږ یې هم عملي کوو او هغه تړون چې پرې کارکوو، نهايي به کړو. "

ښاغلي خلیلزاد لیکلي دي چې په افغانستان کې یې خپل وروستی سفر پای ته رسولی او دوحه ته په لاره به اسلام اباد کې هم یوه لنډه دمه هم وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل، چې ښاغلی خلیلزاد د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره د سولې د نورو پړاونو په جزیاتو کار کوي.

ښاغلي صدیقي وویل " د جمهور رئیس صاحب سره یې کتنې درلودلې، د سولې د بیلابیلو پړاونو د جزیاتو په اړه د افغانستان د جمهور رئیس سره یو ځای کار کوي. که نوي جزیات ولرو، تاسو سره به یې شریک کړو".

ټاکل شوې د وسله والو طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د ممکنه موافقې وروسته به دا ۱۵ کسیز مرکچي پلاوی له طالب استازو سره په کوم بهرني اروپايي هیواد کې خبرو ته کښیني.

په همدې حال کې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي ناروې د بین الافغاني غونډې د کوربتوب لپاره چمتوالی څرګند کړی دی.

دا ټول پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته شاوخوا دوې میاشتې پاتې دي. څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي و چې ښايي له طالبانو سره د سولې تړون تر ټاکنو مخکې وشي.

XS
SM
MD
LG