د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني : د جرګې د پرېکړې په اساس د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان لاسلیکوم

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پریکړه لیک تر اورېدو وروسته وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان به نن لاسلیک کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې د قطعه نامې تر اورېدو وروسته وویل چې د جرګې د پرېکړې په اساس به د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان به نن لاسلیک کړي.

ولسمشر غني همدارنګه وویل چې دا یوه سخته پرېکړه ده خو زیاته یې کړه چې د ولس غوښتنه مني.

ولسمشر غني جرګې ته پخپلو وینا کې وویل چې دغه قطعه نامه یوازې د لویې جرګې قطعه نامه نه ده بلکې د افغانستان د دولت او هر افغان پرېکړه لیک دی.

هغه وویل د افغانستان دولت او ولس چې په دوه لارې کې وو د جرګې ګډونوالو پخپلې قطعه نامې سره د هغوی لاره وټاکل.

هغه د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل:"تاسو د افغانسان ویاړ او جمهوریت افتخار یاست، که هر فیصله په افغانستان کې په دې ترتیب، په دې سرعت او په دې جامع توب باندې وشي. ان شاءالله زموږ مخه به هیڅ وخت بنده نه وي."

نوموړي زیاته کړه چې د جرګې د اجماع په اساس به نن د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازدولو حکم هم لاسلیک کړي.

ولسمشر غني د مشورتي جرګې د بل وړاندیز په ځواب کې هم وویل چې د وظیفوي غفلت په تور بندي شي افغان امنیتي سرتیري به هم له بند څخه ازاد شي.

ښاغلي غني: "ستاسو په اجماع باندې، ستاسو په اخلاقي فیصلې باندې به زه د دا ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو حکم به نن ان شاءالله لاسلیک کړم او دی به خوشي کړم.ستاسو بله غوښتنه داد چې د امنیتي ځواکونو هغه منسوبین چې د وظیفوي غفلت له امله بندیان شوي دي هم خوشي کړم."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ همدرانګه وویل چې د افغان حکومت تګلاره د سولې تګلاره ده او ټینګار یې وکړ چې د سولې له لارې پرته بله لاره نشته.

نوموړي زیاته کړه: "واقعاً لویې جرګې د یو ملي او تاریخي او تاریخ جوړونکي بنسټ په توګه خپل حیثیت ثابت کړ."

افغان ولسمشر د مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ وینا کې وویل چې اوس انتخاب د طالبانو په لاس کې دی چې د مشورتي لویې چې د غوښتنې سره سم په ټول هیواد کې سر تاسري اوربند وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "په اوربند کې د ټول افغانستان خیر دی... لوی جرآت په جنګ کې نه ده، لوی جرآت په سوله کې ده."

هغه وویل چې طالبان د دې ټولنې یو واقعیت دی او اوس باید طالبان ثابته کړي چې د افغانستان د خلکو تنوع او یووالي مني او که یې نه مني.

د سولې مشورتي لویې جرګې نن یکشنبه اګست۹مه(زمري۱۹مه) د جرګې په وروستۍ ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازدولو ترڅنګ پخپلې قطعه نامې د بندیانو تر ازادولو وروسته د سولې خبرو ژر تر ژره پيلېدو، تاوتریخوالي کمېدو، د طالبانو لخوا د افغان حکومت بندیانو ازادېدو، او د سولې خبرو کې د افغان مېرمنو پر ونډې او د تیرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو پر خوندې کېدو باندې ټينګار کړی و.

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتې لویې جرګې قطعه نامه

۲ـ جرګه د سولې مذاکراتو د پيل په وړاندې د شته خنډونو د لیري کولو، وینې له توېیدلو څخه د مخنیوي او همدارنګه د وګړو د مصلحت او خیر لپاره د طالبانو د څلور سوو بندیانو دخوشي کېدو نظر تائیدوي.

۳ـ که چیري د بندیانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرنیو بندیانو له هیوادونو څخه تر معتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوندو هیوادونو ته وسپارل شي.

۴ـ دا ډاډ تر لاسه شي چې د دغو بندیانو وله خوشي کېدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې بهانې پرته ژر تر ژره پيل شي.

۵ـ جرګه په جدي توګه په هیواد کې د دومداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا څخه متحده ایالاتو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

۶ـ د افغانستان ملت او افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دي ډاډ ورکړل شي، چې له بند څخه خوشي شوي بندیان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دي وڅارل شي.

۷ـ جرګه له طالبانو څخه غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بندیانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بندیان دي ژر تر ژره خوشي کړي.

۸ـ د غوښتې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدي دي خوندي وي چې د خوشي شویو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

۹ـ له نړیوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هیوادونو له لس وهنو څخه چې د هیواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او یا له تروریستي څخه ملاتړ کوي مخنیوي وکړي.

۱۰ـ جرګه له افغان حکومت او طالبانو څخه غواړي چې تاوتریخوالی ودروي، او ټول اختلافات د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي.

۱۱ـ د سولې بهیر کې باید اسلامي ارزښتونه، د علماو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي، او په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې خوندي او پیاوړي شي.

۱۲ـ د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوریت اصل او د اتباعو اساسي حقونه چې د اساسي قانون په دوهم فصل او ددې قانون په نورو موادو کې تسجیل شوي تر پښو لاندې نشي.

۱۳ـ افغان مېرمنې باید له خپلو حقوقي او سیاسي موفق څخه برخمنې وې او د سولې بهیر په ټولو پړاونو کې رغنده رول او مشارکت ولري.

۱۴ـ اساسي قانون یوه ملي وثیقه ده او باید وساتل شي.مګر د اړتیا په صورت کې اساسي قانون په همدې قانون د تعدیل میکانیزم په اساس تعدیل یې ممکن دی.

۱۵ـ د ملي مصالحې عالي شورا په تشکیل کې دي د ملي مشارکت اصل رعایت شي.

۱۶ـ د سولې بهیر دي روڼ وي او د افغانستان خلکو ته دي د دې پروسې په هکله پر وخت معلومات ورکړل شي.

۱۷ـ د هیواد ملي امنیتي ځواکونو څخه دي ملاتړ وشي او لا دې پیاوړې شي.

۱۸ـ له طالبانو سره مذاکراتو په لړ کې پر روښانه میکانیزمونو چې د اجتماعي نظم د تاسیساتو او زیربناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي تفاهم وشي تر څو دخلکو اندېښنې له منځه ولاړې شي.

۱۹ـ د هیواد سره د خیانت په جرم د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د حبس پاته موده دې وبخښل شي، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سر بیره پر دې هغه کسان چې له طالبانو سره داړیکو په تور په جرم محکوم شوي د بخښنې په فرمان کې شامل شي.

۲۰ـ د سولې بهیر ټولو پړاونو کې دې د مېرمنوو حضور پیاوړی شي.

۲۱ـ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو لپاره دې په کور دننه شرایط برابر شي.کنه له دې پرته دې مذاکرات په دریم بې پرې هیواد کې تر سره شي. مذاکرات باید مستمر، او دومداره وي، او په هیڅ دلیل د دغه لړۍ مخه باید ونه نیول شي.

۲۲ـ جرګه له افغانستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کوي، د جرګې غړي له هیوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په جریان کې او د سولې له تړون څخه وروسته ادامه ورکړي.

۲۳ـ اسلامي هیوادونه او د اسلامي هیوادونو سازمان په ځانګړي ډول ګاونډي هیوادونه دي د افغانستان له خلکو سره د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه دي ادا کړي.

۲۴ـ دولت باید د سولې د بحثونو د دوام لپاره د سولې مشورتي لویې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه واخلي.

۲۵ـ د مشورتې لویې جرګې وړاندیزونه دي د پرېکړه لیک د ضمیمې په توګه د جمهوري ریاست عالي مقام ته واستول شي تر څو ددغو وړاندیزونو په هکله اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشي.

د سولې مشورتي لویې جرګې پخپلې وروستۍ او درېیمه ورځ په هیواد کې د تلپاتې سولې ټينګېدو په هدف د ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو سره موافقه وکړه.

د سولې مشورتي لویې جرګې یوه غړي د جرګې د قطعه نامې د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د بندیانو تر ازادولو وروسته باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او په هیواد کې سر تاسري اوربند ټینګ شي.

د جرګې په قطعه نامه کې همدارنګه راغلي چې دا ډاډ باید تر لاسه شي چې ازاد شوي طالب بندیان بیا د جګړې لیکو ته ونه ګرځي.

مشورتي لویې جرګې په قطعه نامه کې ویل شوي چې طالبان هم باید ټول ملکي او نظامي بندیان ازاد کړي.

د افغان سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په قطعه نامه کې د ټولو لورو لخوا د تاوتریخوالي پر بندلو باندې ټینګار شوی دی.

د سولې مشورتي لویې جرګې پخپلې وروستۍ او درېیمه ورځ په هیواد کې د تلپاتې سولې ټينګېدو په هدف د ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو سره موافقه وکړه.

د سولې مشورتي لویې جرګې یوه غړي د جرګې د قطعه نامې د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د بندیانو تر ازادولو وروسته باید ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او په هیواد سر تاسري اوربند ټینګ شي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن یکشنبه اګست۹مه (زمري۱۹مه) د سولې مشورتي لویې جرګې د وړاندیزونو او نظرونو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د یادې جرګې د ۵۰ کمېټو رئیسانو تیره ورځ د خپلو راپورنو شریکولو پر مهال په نړیوال ضمانت د ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادلو سره موافقه وکړه.

دوی همدارنګه وویل چې د طالب بندیانو تر ازادولو وروسته دي سمدستي اوربند ټینګ او د سولې مخامخ خبرې دې پیل شي.

د جرګې ګډونوالو همدارنګه پخپلو راپورنو کې وویل چې د سولې خبرو کې دي له جمهوي نظام، اساسي قانون، د ښځو حقوق، ۱۹ کلنو لاسته راوړنو او بیان ازادۍ څخه دي په کلکه دفاع وشي.

نن یکشنبه د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک روښانه کېدو په اړه د مشورتي لویې جرګې دریمه او وروستۍ ورځ ده چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځینو نورو سیاسیونو هم پکې ګډون کړی دی.یاد کسانو د جرګې لومړۍ پرانیستلو ورځې کې ګډون نه و کړی.

د سولې مشورتي لویې جرګې رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم تیره ورځ رسنیو ته وویل چې ټولو کمېټو د طالب بندیانو له ازادولو سره مخالفت نه لاره.

هغه همدارنګه وویل چې د طالب بندیانو تر ازادولو درې ورځې وروسته به په قطر کې بین الافغاني خبرې پيل شي.

نور پورته کول

XS
SM
MD
LG