د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا طالبانو سره د بل ممکنه اوربند په اړه د سعودي رول وستایه


افغان حکومت او طالبانو په کوچني اختر کې هم اوربند کړی و
افغان حکومت او طالبانو په کوچني اختر کې هم اوربند کړی و

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ښاغلي پمپیو د افغانستان د سولې په اړه د سعودي هلې ځلې ستایلي دي. دغو دواړو د دوشنبې په ورځ (اګست ۱۳) پر تیلیفون غږېدلي دي.

رویټرز خبري اژانس وایي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او اوربند په اړه د سعودي د رول په ارزښت خبرې وکړې او هغه یې وستایه.

که څه هم لا له طالبانو سره په را روان لوی اختر کې د بل ممکنه اوربند په اړه ډېر جزیات ورکړل شوي نه دي، خو د امریکا او سعودي د چارواکو له دغو خبرو ښکاري چې ښايي دا اوربند وشي.

افغان چارواکو هم ویلي دي چې دغه اوربند ته هلې ځلې پيل شوي دي. دواړو خواو په کوچني اختر کې هم اوربند وکړ چې په افغانستان کې دننه او د باندې یې هرکلی وویل شو.

همدا څو اونۍ مخکې په سعودي کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د دیني عالمانو یوه نړیوال کنفرانس وشو چې په افغانستان کې یې روان جنګ ناروا وباله او د سولې غوښتنه یې وکړه.

له طالبانو سره د بل اوربند خبرې داسې مهال کیږي چې له تېرو څو ورځو راهېسې دغې ډلې د غزني په شار برید کړی چې په کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه او ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي او همدغه راز ګڼ ملکي، حکومتي او پوځي تاسیسیات هم زیانمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG