د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا پر فلسطينیانو مرستې تر نیمايي هم کمې کړې

امریکا پر فلسطينیانو مرستې تر نیمايي هم کمې کړې


ملګري ملتونه وايي له میلیونونه فلسطيني کډوالو سره به د بشري مرستو لپاره نړیوال کمپاین پیلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فلسطيني کډوالو سره د مرستو رسولو له ادارې سره یې مالي مرستې تر نیمايي هم زیاتې کمې کړې.

امریکا د ملګرو ملتونو د کار او خيرښېګڼې له ادارې سره د کال ۱۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوله چې اوس یې ۶۰ میلیونو ته راټیټه کړې.

د امریکا له دغه اعلان نه وروسته ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ وکړ چې له فلسطینانونو سره مرسته وکړه. واشنګټن وايي چې له دغې ادارې سره د مرستو زیاتول او کمول په وخت پورې تړلي دي.

ملګري ملتونه د غزې په تړانګه کې شاوخوا دوه میلیونه کډوالو سره بشري مرستې کوي. د ملګرو ملتونو د خیر ښېګڼې ادارې کمېشنر-جنراال پیيري کراهینبول وايي چې اوس به د نړۍ پر نورو هېوادونو غږی کوي چې مرستې وکړي او همدغه راز د پېسو ټولولو یو نړیوال کمپاین به هم پیلوي.

ددغه کار هدف دا دی چې په ۲۰۱۸ او له هغه وروسته هم د فلسطیني کډوالو لپاره اوسنۍ بشري مرستې هماغسې روانې وساتل شي، کلینیکونو او ښوونځي هم پرانیستتي پاتې شي.

نوموړي وویل په اردن، لبنان، سوریه او د غزې په تړانګه کې میلیونونه فلسطینیان بشري مرستو ته ضرورت لري او د سپېنې ماڼې دغه پرېکړه د دغو کډوالو بشري خدمتونه له خطر سره مخامخ کوي.

له ملګرو ملتونو سره د امریکا د مرستو د کمولو یوه بله اغیزه د رویترز خبري اژانس په وینا په منځني ختیځ کې پر امنیتي حالاتو باندې هم کیدای شي اثر وکړي او نور افراطیت هم وزېږوي.

د جنورۍ په دویمه نيټه ولسمشر ټرمپ په خپل یو ټویټ کې ولیکل چې امریکا فلسطینیانو ته د کال میلیونونه ډالر ورکوي خو مننه او درناوی یې نه کیږي. ښاغلي ټرمپ لیکلي که فلسطینیان د سولې خبرې نکوي، نو ولې ورته پېسې ورکړو؟

خو امریکايي چارواکي وایي د مرستو کمول د ښاغلي ټرمپ په ټویټ پورې تړلې نه دي. وايي امریکا له کلونو راهېسې ملګرو ملتونو میلیونونه ډالره ورکوي چې باید نور هېوادونه هم خپلې ونډې زیاتې کړې.

د فلسطین د ازادۍ د غورځنګ یو غړي حنان عشراوي رویټرز ته وویل چې چې سپینې ماڼۍ فلسطینیان له خوږې ګوتې ونیول. د اسرایلو صدر اعظم هم د ملګرو ملتونو پر دغې ټولنې د مرستو د کمولو غوښتنه کړې وه، خو ویلي وو چې باید دا کار په تدریجي ډول وشي.

XS
SM
MD
LG