په پکتیکا کې د معتادينو په شمېر کې زياتوالي د دې ولايت خلک سخت اندیښمن کړي.
د پکتیکا ولایت د صحي مسوولينو سربېره د دې ولايت اوسیدونکي هم له دولت څخه په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
دوی زياتوي که پر وخت يې مخنيوی ونشي او پر وړاندې يې لازمې پریکړې ونه نيول شي، ناوړه پايلې به ولري.
د ارګون د معتادينو روغتون په پکتيکا کې يوازينی شل بستريز روغتون دی چې د ټول ولايت په سطحه معتادينو ته صحي خدمات وړاندې کوي.