د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: پاکستان به له هند سره جګړه پیل نه کړي


د هند او پاکستان اړیکې د تیرو څو اونیو نه سختې خرابې دي
د هند او پاکستان اړیکې د تیرو څو اونیو نه سختې خرابې دي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي دي، چې پاکستان او هند دواړه اټومي قدرت لرونکي هیوادونه دي، او پاکستان به له هند سره جګړه پیل نه کړي.

عمران خان د هند سره د خرابو شوو اړیکو په اړه په یوې وینا کې ویلي دي، چې هغه د لومړۍ ورځې راهیسې دا کوښښ کاوه چې د هند سره ښې اړېکې ولري، خو ویې ویل چې د هند نه مایوسه شوی دی.

صدراعظم عمران خان زیاته کړه:"هغه ورځ چې ما د صدراعظم په توګه کار پیل کړ، ما دا کوښښ کاوه چې د هند سره مو اړیکې ښې وي. ما هند ته پیغام واستوه چې که هغوی د اړیکو د سمولو لپاره یو ګام پورته کړي نو مونږ به دوه ګامونه واخلو، خو زمونږ د ټولو هڅو باوجود هند د ښه اړیکو لپاره شرایط وړاندی کړل."

عمران خان وویل، چې دا وخت چې په کشمیر کې کوم حالات دي نو هغه د هیڅ چا لپاره هم د زغملو وړ نه دي. هغه وویل چې دا ظلم د مسلمانانو علاوه د بل یو مذهب په خلکو کیده نو هغه به بیا هم غږ پورته کاوه. عمران خان وویل چې د کشمیر مسله د تیرو اویاو کلونو راهیسې دوام کوي او دغه مسله د خبرو د لارې حل کیدی شوه خو هند مثبت ځواب ورنه کړ.

د یادونې وړ ده چې د هند صدراعظم نریندرا مودي د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو د خپلې پریکړې نه دفاع کوي.

هغه د هند په یو شخصي ټلویزیون کې په خپلې وینا کې وویل، چې پاکستان دې په خپلو مسلو متمرکز وسي او هغه تورونه یې رد کړي دي چې ګواکې د کشمیر د پرېکړې سره یې د کشمیر ولس ناراضه کړی دی.

XS
SM
MD
LG