د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د نرښځیانو قانون تر منظوریدو څلور کاله وروسته له ستونزو سره مخ دی


عکس: آرشیف
عکس: آرشیف

په پاکستان کې د نرښځیانو (ټرانسجنډر) د حقونو لپاره تاریخي قانون چې په ۲۰۱۸ کال کې منظور شوی و، په اصلاح کولو غور کیږي.

د پاکستان د پارلمان ځیني غړي او مذهبي مشران ادعا کوي چې دا قانون د جنسي هویت په برخې کې د اسلامي احکامو سره په ټکر کې دی خو د بشري حقونو فعالین بیا وایي چې لا هم خلک پدې قانون ندي خبر او همدا نا خبري په پاکستان کې نرښځیان د لا ډیر خطر سره مخ کوي.

د نرښځیانو د خوندیتوب قانون په پاکستان کې خلکو ته اجازه ورکوله چې خپل ځان لپاره هغه جنسي هویت غوره کړي چې د هغوی په نظر سم و او دا حق یې هم درلود چې په حکومتي اسنادو کې خپل جنسي هویت بدل کاندي.

هغوی چې ددې قانون سره مخالفت لري وایي چې د جنس بدلون د اسلام خلاف دی او ښایي په پاکستان کې د دې شرایط برابر کړي چې نر د نر او ښځه د ښځې سره واده وکړي. د پاکستان په اوسني قانون کې دا ډول کړنې جواز نلري.

په پاکستان کې تازه د ټرانسجنډرانو د دې قانون مخالفینو او پلویانو خپل نظرونه څرګند کړي او په ټولنیزو شبکو کې یې فعالیت پیل کړی.

د پاکستان د سنا په مجلس کې د جماعت اسلامي مذهبي ګوند غړي مشتاق احمد خان چې د دې قانون پر ضد د مخالفینو مشري کوي، امریکا غږ ته وویل چې د هیواد اتباعو ته دا جازه ورکول چې خپل جنسي هویت پخپله وټاکي، د کورنۍ او میراث سیستم ته خطر پیښوي.

په پاکستان کې د اسلامي اصولو له مخې میراث د نر او ښځې تر منځ ویشل کیږي او پدې معنی چې نارینه دوه او ښځه یو برخه میراث تر لاسه کوي.

د ټرانسجنډرانو په قانون کې دا ویل شوي و که یوه ښځه خپل هویت نرښځی وښیي او دولتي اسناد تر لاسه کړي، په میراث کې به یې هماغومره برخه حق شي چې یو سړی یې اخلي.

پدې قانون کې ټرانسجنډر هغو کسانو ته ویل کیږي چې هم نارینه او ښځینه جنسي غړي ولري او یا هغوي چې دا غړي یې معلوم نه وي. یا هغه څوک چې د پیدا کیدو پر وخت نارینه وي خو وروسته خصي شوی وي یا داسې شخص چې د پیدا کیدو پر وخت جنسي هویت یې د اوسني هویت سره توپیر ولري.

د پاکستان د سنا د مجلس غړی ښاغلی خان امریکا غږ ته وویل پدې باور ندی چې هغو کسانو ته چې بشپړ نارینه یا بشپړ ښځینه دي، باید دا حق ورکړل شي چې خپل جنسي هویت وټاکي که هغوي فکر کوي د بدن فزیکي جوړښت یې د جنسي اناتومي سره توپیر لري او پدې ټینګار کوي چې دا ډول کسان باید د رواني پلوه تداوي شي.

د خان وړاندیز دا دی چې د ۲۰۱۸ کال قانون باید اصلاح شي او د روغتیایي کارپوهانو یوه ډله دې جوړه شي چې دا ډول کسان په بشپړه توګه معاینه کړي او تر هغه وروسته یې د نارینه توب یا ښځینه توب پریکړه وکړي.

خو د نرښځیانو د حقونو فعالین بیا د دې نظر مخالفت کوي.

د زغنایه چوهدري په نامه د ټرانسجنډرانو د حقونو فعالې امریکا غږ ته وویل چې که د نارینه او ښځینه لپاره په پاکستان کې د جنسي هویت د ټاکلو لپاره د ډاکټرانو کمیټه نه ټاکل کیږي نو باید چې د ټرانسجنډرانو لپاره هم دا ډول کمیټه ونه ټاکل شي.

میرمن چوهدري وایي چې د ۲۰۱۸ قانون نرښځیانو ته د خوندیتوب حق ورکړ او بلاخره یې دیته لار هواره کړه چې هغوي د انسانانو په توګه ومنل شي.

XS
SM
MD
LG