د لاس رسي وړ اتصالات

 
پاکستان د امریکايي خبریال په وژنې محکوم شوی کس خوشې کوي

پاکستان د امریکايي خبریال په وژنې محکوم شوی کس خوشې کوي


احمدعمر د امریکايي خبریال د اختطاف د ډلې مشر بلل کېږي
احمدعمر د امریکايي خبریال د اختطاف د ډلې مشر بلل کېږي

د امریکا د فشارونو سره سره د پاکستان سترې محکمې د سه شنبې په ورځ‌ فبروري‌۲ (سلواغه ۱۳) له زندان څخه د احمد عمر سید شیخ د ویستلو امر وکړ.

په ۲۰۰۲ کې د القاعده شبکې او پاکستاني‌ افراطیانو یو امریکايي‌ خبریال ډانیل پییرل وتښتوه او بیا یې وواژه. احمدعمر د اختطاف د دغې ډلې مشر بلل کېده چې له نیول کېدو وروسته د هغه د وژنې په تور محکوم او بندي‌ شو.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د هغه د محکمې پر مهال له زندان څخه د احمد عمر د پرېښودو پرېکړه وشوه. خو د ‌پاکستان حکومت د جمعې په ورځ له سترې محکمې څخه غوښتي‌ وو چې د سید شیخ او په دغې قضیې کې د دخیلو دریو نورو کسانو په اړه دې خپله پرېکړه بیا وارزوي.

د تېرې جمعې په ورځ‌ د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني‌ بلېنکن له خپل پاکستاني‌ سیال شاه محمود قریشي سره په لومړنیو تیلیفونې خبرو کې غوښتنه وکړه چې باید د امریکایي‌ خبریال د وژونکو سره حساب او کتاب وشي.‌

د سترې محکمې د پرېکړې په اساس به اوس احمد عمر له زندان څخه یو بل مسترح او ارام ځای ته انتقالیږي‌ چې عادي‌ ژوند پیل کړي. احمد عمر په لندن کې زېږېدلی دی.

تر څو چې حکومت ارام ځای ته د هغه د انتقال ترتیبات نیسي، احمد عمر به په زندان کې یو بل مسترح ځای ته انتقالیږي.

د احمد عمر پلار سید شیخ رویټرز خبري‌ اژانس ته وویل: «دا پوره ازادي‌ نه ده. بلکې د ازادۍ پر لوري یو ګام دی.»

لا له زندان څخه د هغه د ویستلو په اړه پوره جزیات خپاره شوي ‌نه دي‌ او هر کله چې د سترې محکمې پرېکړه عمومي‌ خپره شوه، بیا به خبره روښانه شي.‌

امریکايي خبریال ډانیل پییرل د سپتمبر د یولسې پېښې وروسته د پاکستان د کراچۍ په ښار کې وتښتول شوی او بیا ووژل شو. ده د وال سټریټ ژورنال سره کار کاوه.

د القاعده ډلې درېیم کس خالد شیخ محمد اعتراف وکړ چې خبریال ډانیل یې وژلی دی.

XS
SM
MD
LG