د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

شنونکي وایي د پاکستان د حکومت لخوا د دغه هېواد د پخواني صدر اعظم، عمران خان د نیول کیدو په تړاو د سترو لاریونونو د مخنیوي لپاره پر ټولنیزو رسنیو وروستي بندیز، د خان په ګټه تمام شوی دی.

د سه شنبې پر ورځ مې نهمه ( غوايي ۱۹) وروسته تر هغه چې د پاکستان پخوانی صدر اعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د هغه هېواد د ملېشه ځواک (پنجاب رېنجرز) لخوا د اداري فساد د تورونو له کبله ونیول شو، د کورنیو چارو وزارت په ټول پاکستان کې ټویټر، فیسبوک او یوټیوب ته لاسرسی محدود کړ.

خو د خان پلویانو په چټکۍ سره د لاریونونو د جوړولو په موخه بله لاره وموندله. هغوي په ټولنیزو رسنیو کې د غږیږو پیغامونو له لارې د لاریونونو غږ وکړ او د پاکستان پولیسو سره یې د زرګونو مظاهره چیانو د اخ او ډب اخیستل شوي تصویرونه لاس په لاس کړل.

د "بايټس فار ال" ډيجیټل ټولنې مسوول شهزاد احمد په وینا، د پاکستاني چارواکو له خوا پر ټولنیزو رسنیو بندیز، یوه غلطه پرېکړه وه.‌ ځکه ‌دا پرېکړه د ګټې پرځای، د چارواکو په زیان تمامه شوه.

هغه زیاته کړه، پر ټولنیزو رسنیو بندیز د عمران هغه ادعا لاپسې پیاوړی کوي چې نوموړي پر پوځ او د دې ادارې پر استخباراتي څانګې د برید دسیسې چمتو کولو په موخه کړی وه.

د ډیجیټل حقونو یو فعال، اسامه خلجي بیا وايي چې پر ټولنیزو رسنیو بندیز، یوازې او یوازې د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند استدلال قوي کوي. د نوموړي‌ په وینا، دغه بندیز ددوی شهرت زیات کړی دی، ځکه دا کړنه د دغه هېواد د اتباعو د اساسي حقونو د محدودولو په مانا ده.‌

بلخوا شهزاد احمد وویل، هغه چارواکي چې د ټولنیزو رسنیو د بندیز امر یې ورکړی وو، پدې نه پوهیدل چې اوسنۍ وخت کې چارې څومره ګړندي بدلون مومي. هغه زیاته کړه: " هغوي [چارواکې] له ځانه سره د مطلقه ځواک فکر لري."

په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند یو ملاتړي، اکرام خان د فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې د ګوند فعالان د "بشپړ (انټرنېټ) بندیدو تمه لرله. نو له همدې امله، دوی په چټکۍ سره د ګرځنده ټیلیفونونو کلیپونه کمپیوټرونو ته انتقال کړل." هغه زیاته کړه چې په انسټاګرام او ټویټر کې د ویډیوګانو اپلوډ کې ځنډ شتون درلود ، او په ژوندۍ بڼه د فیسبوک کارول غیر فعاله شوي وو،‌ خو موږ پوهیدو چې خپل کار څنګه او په کومه طریقه ترسره کړو.

په ورته وخت کې په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز او د انټرنیټ بندول په نړیواله کچه غندل شوي دي.

په پاکستان کې د بښنې نړیوال سازمان یوې کمپاینرې، د فرانسپرس خبري اژانس ته وویل چې دا "د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه" ده. هغې وویل: "دا بندیز نه یواځې د زور له لارې د غیرقانوني کارونو د مستند کولو څخه مخنیوی کوي، بلکې د بشري حقونو څخه نورو سرغړونو ته به هم لاره هواره کړي."

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د انټرنیټ او د ټولنیزو رسنیو کارول د ارزانه ځیرک ټیلیفونونو د پراخ شتون له امله زیات شوي دي.

د پاکستان د مخابراتو تنظیم کونکي ادارې په وینا، په دغه هېواد کې د ګرځنده ټیلیفونو پیرودونکي چې په ۲۰۱۸ کې ۵۶ میلیون وو په ۲۰۲۲ کې ۱۱۶ میلیون ته لوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG