د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم بندر به ۲۴ ساعته پرانستی وي


د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ جولای لومړۍ نیټې (چنگاښ ١٠) اعلان وکړ چې د تورخم بندر به د راتلونکې (اگست) میاشتې څخه ٢۴ ساعته پرانستی وي.

پاکستاني مقاماتو دغه اقدام "ښه خبر" بللې او ویلي یې دي چې هدف یې د دوه اړخیزو تجارتي فعالیتونو اسانیتا ده.

که څه هم پاکستان پخوا د تورخم بندر په ٢۴ ساعته پرانستلو ټینگار کړی و، خو دغه وروستی تصمیم اسلام آباد ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وروستي سفر وروسته نیول شوی دی.

که څه هم چې د منځني ختیځ د هیوادونو سره د افغانستان سوداگري پراخه شوې، بیا هم د پاکستان سره سوداگري افغان سوداگرو ته د لنډې ترانزیتي لارې په دلیل مهمه گڼل کیږي.

له بلې خوا افغانستان هم د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان د صادراتي کالیو لپاره یوه مهمه ترانزیتي او تجارتي لار ده.

د تورخم سرحدی لار چې اوسمهال د سهار له شپږو بجو نه تر ماښامه د تجارتي کاروانو او د خلکو د تگ راتگ پر مخ پرانستې ده، بیا هم دغه موده د سلگونو لاریو لپاره چې هره ورځ د دواړو هیوادونو ترمنځ تگ راتگ کوي بسیا نده.

په ٢٠١٦ کې په تورخم کې د ترانسپورتي شرکتونو اعتصاب
په ٢٠١٦ کې په تورخم کې د ترانسپورتي شرکتونو اعتصاب

د کابل او اسلام آباد ترمنځ سیاسي کړکیچونه پدې وروستیو کلونو کې څو ځلې د تورخم د لارې د بندیدو سبب شوي او د دواړو هیوادو سوداگرو ته یې زیات زیانونه رسولي دي.

د افغانستان حکومت پدې وروستیو کلونو کې د هند، چین، متحده عربي اماراتو او اروپا سره د څو هوایي دهلیزونو د پرانستلو سربیره د منځنۍ اسیا د هیوادونو سره څو ځمکنۍ لارې هم پرانستلي دي.

XS
SM
MD
LG