د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې یو پولیس دین ته د سپکاوي په تور نیول شوی کس په ډزو وژلی


کویټه، بلوچستان
کویټه، بلوچستان

په پاکستان کې چارواکي وايي، د پولیسو یو افسر پنجشنبې سپتمبر ۱۲ (وږي ۲۲) دین ته د سپکاوي په تور نیول شوی یو کس په امنیتي پوسته کې دننه په ډزو وژلی دی.

پېښه د بلوچستان په مرکز کویټه کې شوې ده.

دغه کس د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه په کویټه کې ونیول شو چې د نوموړي په اړه یوه ویډیو په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوه او له همدې کبله ددغه کس په خلاف پولیسو ته عریضه وشوه.

د ۲۰۰ په شاوخوا کې قهریدلو خلکو وروسته د پولیسو پر هغې پوستې برید وکړ چې نوموړی پکې قید و او پولیس یې مجبور کړل چې تورن کس بلې امنیتي پوستې ته ولیږدوي.

د بلوچستان د پولیسو مشر معظم جاه انصاري فرانس پرس ته وویل: "یو پولیس د دندې پر مهال پر هغه باندې د قید په کوټه کې ډزې وکړې او ویې واژه."

انصاري وویل چې دغه پولیس افسر د قتل په تور نیول شوی دی. د محمد بلوچ په نوم د پولیسو یو بل مشر هم له فرانس پرس اژانس سره په خبرو کې ددغه پیښې پخلی کړی دی.

په پاکستان کې د "توهین رسالت" په نوم قانون له مخې، د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن کسان حتا د داسې تورونو له مخې د مرګ له سزا سره مخامخ کیږي چې ثابت شوي نه وي.

د بشري حقونو ډلې وايي چې د "توهین رسالت" قانون زیاتره وخت په تربګنیو کې د غچ اخیستلو لپاره کارول کیږي او په لویه کچه اقلیتونه په نښه کوي.

د پنجاب والي په ۲۰۱۱ کال کې وروسته له هغه د خپل ساتونکي له خوا په ډزو ووژل شو چې د "توهین رسالت" په سختدریځه قانون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG