د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو د یوې اسلامپالې ډلې سلگونو کسان ونیول


Senate Majority Leader Chuck Schumer of N.Y., speaks during a ceremony memorializing U.S. Capitol Police officer Brian Sicknick, as an urn with his cremated remains lies in honor on a black-draped table at the center of the Capitol Rotunda in Washington.
Senate Majority Leader Chuck Schumer of N.Y., speaks during a ceremony memorializing U.S. Capitol Police officer Brian Sicknick, as an urn with his cremated remains lies in honor on a black-draped table at the center of the Capitol Rotunda in Washington.

د پاکستان یو اسلامپاله گوند "تحریک لبیک" د تیرې اونۍ راهیسې د اسلام آباد په لور یو عمده سړک بند کړی دی، پولیسو نن ددې گوند په لسگونو غړي ونیول.

د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځه گوند په سلگونو پلویان د تیرې جمعې د ورځې راهیسې اسلام آباد ته د تگ یوه لاره بنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې که د هیواد د عدلیه وزیر د گوښه کیدو په اړه د هغوی غوښتنه ونه منل شي تاوتریخوالي ته به مخه کړي. د پاکستان حکومت دغه غوښتنه نه ده منلې.

تحریک لبیک ادعا کوي چې د پاکستان د عدلیه وزیر راهد حمید، په انتخاباتي لوړه او تحلیف کې بدلولونه راوستي چې ددې گوند له نظره اسلامي مقدساتو ته سپکاوی دی.

په پاکستان کې په قانون کې اسلامي مقدساتو ته، اسلام او د اسلام پیغمبر ته سپکاوي کونکو ته د مرگ سزا ټاکل شوې ده او دغه قانون د هغه هیواد اسلامپالو ته یو ښه سند ګرځېدلی دی.

په ٢٠١١ کال کې د پنجاب ایالت لیبرال والي سلمان تاثیر، په دې خاطر چې دغه قانون په اړه یې پوښتنې کړې وې د خپل ساتونکي له لورې ووژل شو.

د پنجاب د والي ویاند ملک محمد احمد خان، د رویترز اژانس ته وویل چې د تحریک لبیک مظاهرې د اسلام آباد په شاوخوا سیمو کې "خلکو ته جدي مزاحمت او د عامه ژوند د گډوډولو" سبب شوې دي. هغه زیاته کړه چې د تحریک لبیک په لسگونو غړي نیول شوي دي.

د تحریک پاکستان د گوند ویاند اعجاز اشرفي د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي چې پولیسو د هیواد په گوټ گوټ په ځانگړې توگه په پنجاب کې ددې گوند په سلگونو کسان نیولي دي.

د پاکستان د کورینو چارو وزیر احسان اقبال د دوشنبې په ورځ له مظاهره کوونکو وغوښتل چې مظاهرې ودروي. هغه وویل "کاشکې چې حکومت نه وای مجبور شولای چې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي".

د پاکستان امنیتي مسؤلینو د مظاهره کوونکو له ویرې په تیرو څو ورځو کې څو سړکونو په کانتینرونو تړلي دي او دغه اقدام د ټرافیکو د خنډ سبب شوی دی.

په ٢٠٠٧ کال کې د مقاماتو او د اسلام آباد د یو جومات د یو سخت دریځه ملا د پلویانو ترمنځ په نښته کې څه دپاسه سل تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG