د راپورونو لهمخې د پاکستان د پنجاب صوبې پولیسو په بهاولپور سیمه کې د جېش محمد ډلې مرکزي جومات او مدرسې چارې پخپل کنټرول کې اخیستي دي.
د پاکستان پولیس پر داسې مهال په پنجاب کې د جېش محمد ډلې پر دغه مرکز ولکه ټینګه کړې چې دغه ډلې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پلوامه سیمه کې د وروستي خونړي ځانمرګي برید مسؤلیت واخیست.
په دغه ځانمرګي برید کې ۴۱ نیمه هندي سرتېري ووژل شول چې په هند کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
په پاکستان کې د امریکا غږ ډېوې څانګې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې په دغه دیني مدرسه کې تر ۷۰۰ پورې کسانو زده کړې کولې.
هندي چارواکو د دغه برید پړه د پاکستان پر استخباراتي ادارې «ای اېس ای» واچول او پاکستان ته یې د دغه برید په غبرګون کې د غچ اخیستلو خبرداری ورکړ.
تر یاد برید وروسته د امریکا متحده ایالاتو هم پر پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د مېشتو ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې دغه عملیات د کشمیر له پېښې سره تړاو نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تېره ورځ هم د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت په نامه د دوو خیریه موسسو پر فعالیت بیا بندیز ولګاوه چې امریکا په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبي کې په برید کې په لاس لرلو تورنې کړي دي.
د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت د لشکر طیبه د جهادۍ ډلې سره تړلې موسسې دي چې د سخت دریځه ملا حافظ سعید له خوا جوړې شوي دي.