د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان راتلونکی صدراعظم به شهباز شریف که عمر ایوب وي؟


د پاکستان د ملي اسامبلې غړي د نوي صدراعظم ټاکلو لپاره د یکشنبې په ورځ رایه ګیري کوي.
د پاکستان د ملي اسامبلې غړي د نوي صدراعظم ټاکلو لپاره د یکشنبې په ورځ رایه ګیري کوي.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې په سیمه ایز وخت یکشنبه مارچ درییمه (کب ۱۳) د هیواد راتلونکي صدراعظم ټاکلو لپاره په ملي اسامبلې کې رایه اچوونه وشي.

د رایې ورکولو بهیر به سري وي.

د پاکستان مسلم لیګ – نواز ګوند چې د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بهټو زرداري په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند او نورو وړو ګوندونو سره یې ائتلافي حکومت جوړ کړی، د هیواد تر ټولو لوړ اجرائیوي مقام ته شهباز شریف او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند بیا عمر ایوب دې مقام ته نوماند کړی.

د ښاغلي شریف ګوند ادعا کړې چې په ملي اسامبلې کې یې د ۳۳۶ غړیو له جملې د ۲۰۹ ملاتړ تر لاسه کړی او مبصرین چې د پاکستان چارې څارې بیا اټکل کوی چې د عمران خان د ګوند نوماند ښایي تر ۹۰ ډیر رایې وګټي.

ټاکل شوې چې د صدراعظم د ټاکلو لپاره د ملي اسامبلې مجلس د پاکستان په سیمه ایز وخت د سهار په ۱۱ بجو پیل شي.

د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د سني اتحاد شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ ته کاندید کړی دی.

د سني اتحاد شورا غړیو او د پاکستان د ملي پارلمان پخواني مشر اسد قېصر په ګډه د مارچ میاشتې پر دوهمه نېټه د ولسمشرۍ لپاره د قامي اسمبلۍ د غړي محمود خان اڅکزي د نوماندۍ پاڼې د اسلام اباد په عالي محکمه کې ثبت کړي دي.

بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ، د ولسمشرۍ لپاره د دغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د خپل ګډ کاندید په توګه نومولی دی.

د پاکستان د حکومت په پارلماني نظام کې د جمهور رئیس مقام تر ډیره حده تشریفاتي دی او واک د صدراعظم سره وي.

دا مهال ډاکټر عارف علوي د پاکستان ولسمشر دی چې د عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف غړی دی، نوموړی د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر پر څلورمه د دې هېواد ۱۳م ولسمشر وټاکل شو. د پاکستان د اساسي قانون له مخې هر پنځه کاله پس نوی ولسمشر ټاکل کېږي.

د مسلم لیګ نواز ګوند په عمومي انتخاباتو کې ۷۵ څوکۍ ګټلې وې خو یو شمیر نور چې د خپلواکو کاندیدانو په توګه یې په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه او بریالي شوي و، د دې ګوند سره یو ځای شول او پدې سره یې د ټولو څوکیو شمیر ۸۴ ته ورسید.

د پاکستان د ملي اسامبلې یو شمیر څوکۍ اقلیتونو او میرمنو ته ځانګړې شوي چې وروسته هر ګوند ته د هغوي د څوکیو پر اساس ورکول کیږي. د نواز ګوند ته د دهمدې څوکیو څخه ۲۴ څوکۍ ورکړل شوي.

د پاکستان پیپلز او نورو وړو ګوندونو ته هم د همدې څوکیو څخه ځینې یې ورکړل شوي خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند چې په پارلماني انتخباتو کې یې ۸۱ څوکۍ ګټلې وې، د اقلیتونو او میرمنو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ ندي ورکړل شوي.

دا ګوند ادعا لري چې په انتخاباتو کې یې تر بل هر ګوند ډیرې څوکۍ ګټلي خو د لاسوهنو او ټګیو برګیو له کبله د هغوي رایې کمې شوي. د دې ګوند پلویانو د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې کړي او د رایو نتیجو پر ضد یې په محکمو کې عریضې هم کړیدي.

د تحریک انصاف ملاتړې ادعا کوي چې د فبرورۍ په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي. په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه د تحریک انصاف ګوند منع شوی و او کاندیدان یې مجبور شول چې په خپلواک ډول په ټاکنو کې برخه واخلي.

پدې مقالې کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور څخه کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG