د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان به د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ خبرو کې څه رول ولري ؟


د چارو کارپوهان وایي چې باید پاکستان په طالبانو د خپل نفوذ نه گټه پورته کړي او افغان طالبان د حکومت سره خبرو ته اماده کړي.

د پاکستان د بهرنوچارو وزیر خواجه اصف د افغان ولسمشر لخوا طالبانو ته د غیرمشروط مذاکراتو د وړاندیز نه وروسته وویل چې طالبان یوه سیاسي ډله ډه، د افغان حکومت د پریکړې هرکلی کوي او هر ډول کومک ته تیار دي.

د چارو کارپوهان وایي چې "دا د پاکستان د طالبانو سره د اړیکو ازمایښت دی." په نیویارک کې خبریال او د سیاسي چاروکارپوه جهانگیر خټک وایي "د ولسمشر غني طالبانو ته د مذاکراتو د غیر مشروط وړاندیز سره به په پاکستان فشار زیاتیږي ځکه نړیواله ټولنه دا فکر کوي چې پاکستان دترهگرو ملاتړ کوي نو اوس وخت دی چې پاکستان طالبان خبرو ته رضا کړ"

هغه وایي چې پاکستان موقع لري چې په نړۍ کې یې د ترهگرو سره د ملاتړ په وجه کوم تصور خپور شویدی، هغه سم کړي.

خو خټک زیاتوي چې په دې لړ کې د نورو ملکونو کردار هم ډیر مهم دی، "د کابل د پروسې په وروستۍ غونډې کې ټول مهم ملکونه موجود و او ټول د طالبانو سره په خبرو رضا دي خو بیا هم د امریکا او د اشرف غني د حکومت کردار ډیر مهم دی."

تراوسه پورې طالبانو د ولسمشر اشرف غنی وړاندیز ته ځواب ندی ویلي خو د چارشنبې په ورځ (فبرورۍ ٢٨) طالبانو د امریکا د یو پخواني ډیپلومات برنټ روبن یو لیک ته چې طالبان یې پکې د سولې خبرو ته هڅولي او ورته یې ویلي چې پخوا یې د خبرو ډیرې مواقع د لاسه ورکړي خو اوس دې خبرې وکړي، په ځوابي لیک کې وویل چې د کابل پروسې غونډه دسیسه ده.

په کراچۍ کې د جنوبي اسیا د چاروکارپوه ماروي سرمد امریکا غږ ته وویل چې "افغانستان دیته مجبوره شویدی چې د طالبانو سره خبرې وکړي ځکه چې د تیرې لسیزې راهیسې نه یواځې پاکستان خو نورو ملکونو هم د طالبانو ملاتړ کړیدی."

هغې وویل چې ترهگر د ملک په سیاسي بهیر کې شاملول د ملک د راتلونکی لپاره ښه نده خو د افغانستان وضع ته په کتو سره دا ښه پریکړه ده.

هغې وویل چې په پاکستان کې هم داسې کوښښونه پیل شويدي. دلته په شمالي آیرلینډ کې د حکومت د وسله والو سره د موافقې مثالونه ورکول کیږي. خو په شمالي آیرلینډ کې یې د وسله والو نه وسلې اخیستي وې، دلته خو پاکستاني طالبانو ته نورې وسلې ورکول کیږي او ورته دا ویل کیږي چې تاسو اوس د امن لښکر برخه یئ.

ماروي سرمد زیاتوي چې په پاکستان او افغانستان کې حالات مختلف دي. هلته د سولې لپاره د طالبانو سره خبرې کیدی شي خو دلته یې ضرورن نشته دی. خو هغه وایي چې د خبرو نه مخکې اوربند ضروري وي

" افغان طالبان هم باید په کابل او نورو سیمو کې حملې بندي کړي او خبرو ته خپله امادگي وښیي. "

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG