په پاکستان کې د انتخاباتو لمړني نتایج ښیي د تحریک انصاف گوند د پاکستان په عمومۍ اسمبلۍ کې د نورو گوندونو نه مخکې دی.
تروسه پورې لا ټول نتایج ندې راغلي او د رایو شمیر دوام لري خو د پاکستان تحریک انصاف گوند ویاند فواد چوهدري ټویټ کړیدی چې ملت ته دې نوې صدراعظم مبارک شي.
د پاکستان د تحریک انصاف گوند پلویانو د ملک په بیلا بیلو برخو کې د بري لمانځل پیل کړیدي. خو د پاکستان نور سیاسي گوندونه د مسلم لیگ نون ، پیپلز گوند، ایم کیو ایم او د عوامي نیشنل گوند تور لگوي چې په انتخاباتو کې ټگي برگي شویده.
د مسلم لیگ نون گوند کاندیدانو تور لگولی دی چې د رایو د شمیر په وخت د هغوي کسان ندې پریښودل شوي او د تحریک انصاف گوند د بري لپاره کار کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال هم د ټگۍ برگۍ تور لگولی دی.
( د رایو شمر دوام لري. تاسو دا پاڼه لږ وروسته بیا وگورئ)