د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: پاکستان د افغانستان د سولې بهیر اسانولو ته دوام ورکوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هیواد د افغانستان د سولې د بهیر په اسانتیا کې خپل رول ته دوام ورکوي او په وینا یې پاکستاني مقامات د ټولو ښکیلو غاړو سره په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو لپاره کار کوي.

ښاغلي قریشي د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمري ۲۰) د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې روانو مذاکراتو ته په اشارې وویل: "همدا اوس چې له تاسې سره خبرې کوم زمونږ استازی په دوحه کې دی...مونږ شخصي ګټه لرو چې افغانستان امن او سوله ییز وي او هر هغه څه چې امکان یې و ددې کار د اسانتیا لپاره مو ترسره کړی او دې کار ته به دوام ورکړو."

ښاغلي قریشي په اسلام آباد کې د خپل عراقي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې عراق هم هیله من دی چې پاکستان د نورو شریکانو سره په هم آهنګۍ او همکارۍ په افغانستان کې د سولې په موافقې کې "مهم رول" ولوبوي.

د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین هم د افغانستان د معضلې په سمدستي حل کیدو باندې په ټینګار سره وویل: "په افغانستان کې څو لسیزې جګړې په ټوله سیمه او د یو څه وخت لپاره په نړۍ اغیز وکړ. له دې وجې هیله من یو شاهد واوسو چې پاکستان دغه مهم رول په سیمه کې د نورو شریکانو او په نړیواله کچه ولوبوي، تر څو هغوی [افغانان] یوې موافقې ته ورسیږي."

شاه محمود قریشي وویل په پای کې دا پخپله افغانان دي چې تصمیم نیسي چې د خپل هیواد لپاره څنګه راتلونکې غواړي. هغه وویل چې پاکستان باید په افغانستان کې د طالبانو د اعمالو مسول ونه ګڼل شي.

خو د افغانستان مقاماتو تل ویلي چې طالبان د پاکستان لاس پوڅي دي او د افغانستان د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره باید پر پاکستان فشار راوړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، هم تیره اونۍ د "تایمز آف انډیا" له ورځپاڼې سره په مرکه کې په طالبانو باندې د پاکستان نفوذ تائید کړ او وویل چې پاکستان باید له دغه نفوذ څخه په زور د طالبانو له لورې د واک د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره کار واخلي.

XS
SM
MD
LG