پاکستان د اروپایي اتحادیې نه غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري حقونو د څارنې لپاره پخپل پلان کې د دې هیواد ټولنیزې او اقتصادي اندیښنې هم په پام کې ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار اې پي خبري اژانس ته ویلي چې د اروپایي اتحادیې د پریکړه لیک مسوده "نورو انکشافاتو" ته اړتیا لري او استازي پرې د نږدې نه کار کوي.
ښاغلي افتخار ویلي چې د اروپایي اتحادیې په وړاندیز کې یوازې د بشري حقونو د اندیښنو د تعقیب غوښتنه شوې حال دا چې د امنیت، خوندیتوب، حکومتدارۍ او اقتصادي اړخونه له پامه غورځول شوي. دې پاکستاني چارواکي وویل چې په کار ده پدې مسوده کې د سیاسي او مدني حقونو تر څنګ اقتصادي او ټولنیز حقونه هم ونغښتل شي.
اروپایي اتحادیه د بشري حقونو په شورا کې د ۴۰ هیوادونو په ملاتړ د هغو هڅو مشري کوي چې غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو د څارنې لپاره د نورو هلو ځلو تر څنګ یو ځانګړی راپورترهم ونوموي. دغه راپورتر به د افغانستان سره د بشري حقونو د درناوي په برخې کې د ژمنو پر ځای کولو کې مرسته کوي او هم به د نورو بشري حقونو ډلو سره همکاري کوي.
اروپایي هیوادونه غواړي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په ادارې کې ددې پریکړه لیک لپاره د نظر اجماع تر لاسه کاندي. دا شورا ۴۷ غړي لري چې یو یې پاکستان دی.
د پریکړه لیک په مسودې کې ویل شوي چې ځانګړی راپورتر به د حقوقي چارو، شکنجې، تحقیرونکو سزاګانو، د نجونو د تعلیمي حقونو، د میرمنو، نجونو او اقلیتونو د حقونو په برخې کې څارنه کوي.
پاکستان او د اسلامي همکارۍ سازمان د اګست په میاشت کې مخکې لدې چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه ووځي، د بشري حقونو په شورا کې د رایو په غوڅ اکثریت د یو پریکړه لیک مشري وکړله.
پدې ځانګړې غونډې کې په افغانستان کې د بشري حقونو په وضعیت اندیښنه وښودل شوه او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د مشرې نه وغوښتل شول چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅاري او د مارچ په میاشت کې خپل لیکلی راپور وړاندې کړي.
دا لومړی ځل ندی چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ خبرې کوي. دې هیواد وړاندې تر دې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیږي، د هغوي سره نږدې اړیکې درلودې او ظاهراً پدې ډلې نفوذ لري.
اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د طالبانو د سزا ورکولو تازه پیښې "خوابدونکې" بللي او قطر بیا په طالبانو غږ کړی که اسلامي نظام غواړي د همدې هیواد نظام ورته ښه نمونه ده.
طالبانو تیره اونۍ د هرات د ښار په څو څلور لارو کې د ځینو کسانو مړي ځړولي و او ویلي یې و چې سړي تښتونکي دي چې د طالبانو سره په جګړې کې وژل شویدي.
د څه باندې یوې میاشتې راپدیخوا چې طالبان واک ته رسیدلې دا د هغوي لخوا په عامه توګه د سزا ورکولو تر ټولو ستره پیښه ده.
سره لدې چې ځینو طالب مشرانوژمنې کړي چې د خپل مخکني حکومت کړنې نه تکراروي خو د دې ډلې یوه بنسټ ایښودونکي او ددې ډلي د پخواني رژیم د امر بالمعروف او نهي عن المنكر رئیس ملا نورالدین ترابي ویلي دي، هغه سخت قوانین به چې طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله پورې کړي وو، بیا عملي کیږي.