د لاس رسي وړ اتصالات

 پاکستان کې د ټېک ټاک په کارولو بندیز ولګید 


د ټېک ټاک شبکې د پاکستان د دغه اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي
د ټېک ټاک شبکې د پاکستان د دغه اقدام په اړه لا څه نه دي ویلي

د پاکستان حکومت وايي چې د جمعې په ورځ اکتوبر۹ (تله۱۸) «ټېک ټاک» په نامه یې د ټولنیزو رسنیو یوه چینايي شبکې په کارولو بندیز لګولی.

د پاکستان د مخابراتو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا کار یې له هغه وروسته وکړ چې د ټېک ټاک شبکې د «غیر اخلاقي موادو» په تصفیه کولو او لېرې کولو کې پاتې راغله.

په اعلامیې کې راغلي‌ دي: « د ټولنې له بېلا بېلو برخو څخه په ټېک ټاک کې د غیر اخلاقي ویدیوګانو د خپرولو په ضد له شکایتونه وروسته د پاکستان د مخابراتو ادارې د دغې شبکې د تړلو لارښوونه کړې ده.»

رویټرز خبري اژانس وايي چې تر دې دمه د «ټېک ټاک» ادارې په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

پاکستاني چارواکي وايي چې تر دې مخکې یې دغې شبکې ته سپارښتنه کړې وه چې خپرېدونکي مواد تصفیه او فلټر کړي.

هند هم له چین سره په سرحد کې له شخړې وروسته « ټېک ټاک» شبکه تړلې وه.

امریکا هم د دغې شبکې د تړلو خبرداری ورکړی دی خو لا یې هم قضیه په محکمه کې روانه ده.

امریکایي چارواکي وايي شاید د دغې شبکې له لارې د امریکایي اتباعو ځینې حساس معلومات د چین د حکومت لاس ته ورشي.

«ټېک ټاک» یوه ټولنیزه شبکه ده چې اټکل کیږي په نړۍ کې نږدې ۷۰۰ میلیونه کاروونکي لري او کاروونکي یې تر ډېره د خپل ژوند د بېلا بېلو برخو په اړه لنډې ویدیوګانې په کې خپروي.

XS
SM
MD
LG