د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر عیسویانو باندې د برید په تړاو ۱۲۹ تنه نیولي دي


پاکستاني مقاماتو د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل، پولیسو د پاکستان په ختیځ یوې سیمې کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې له سلو څخه زیات مسلمانان د عیسویانو د کلیساګانو او کورونو د سوځولو په تړاو نیولي دي.

د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمري ۲۵) د پاکستان په ختیځ کې یوې ډلې قهرجنو اعتراض کوونکو وروسته له هغه د عیسوي مذهبه اقلیت څو کلیساګانو او کورونو ته اور واچاوه، چې یوه عیسوي کورنۍ قرآن ته په سپکاوي تورنه شوه.

په سیمه کې میشت عیسویان د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ورو ورو خپلو کورونو ته پداسې حال کې راستانه شول، چې د سخت دریځو په بریدونو کې لږترلږه یوه کلیسا سوځول شوې او څلور نورې کلیساګانې زیانمنې شوې دي. همداشان د عیسوي مذهبو شاوخوا شل کورونه سوځول شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.

د پاکستان د فیصل آباد ولسوالۍ د جړانواله په ښار کې پدغه پیښه کې میشتو عیسویانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتی، ځکه مقاماتو په چټکۍ سره په سیمه کې اوسیدونکي عیسویان خوندي ځایونو ته انتقال کړل.

د سیمې یوې اوسیدونکې شازیه امجد چې کور یې د چهارشنبې د ورځې په برید کې سوزول شوی پداسې حال کې چې له کوره بهر یې ژړل وویل، "موږ په کور کې ناست وو، چې ناڅاپه مو واورېدل چې یو ډله را روانه ده او کورونه سوځوي او پر کلیساګانو بریدونه کوي."

هغې اسوشیټیډ پریس ته وویل چې بلواګرو یې د کور توکي او سامانونه سوځولي دي او یو شمیر شتمنۍ یې هغه مهال غلا شوي چې هغه او کورنۍ یې خوندي ځای ته تللې وو.

میرمن امجد او نورو عیسوي مذهبو ویلي چې بلواګرو د دوی د سمیې د کورونو د سوځولو لپاره پټرول وشیندل او د دوی ګاڼې او نور شيان يې هم غلا کړي دي.

ځایي چارواکو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ښوونځي او دفترونه د یوې اونۍ لپاره تړلي او پر غونډو یې بندیز لګولی دی.

دغه تاوتریخوالی په ټول هیواد غندل شوی او د پاکستان سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ پولیسو ته امر کړی چې د بلواګرو د نیولو ډاډ ورکړي.

د سیمه ییزو پولیسو قوماندان رضوان خان د پنجشنبې په ورځ وویل چې ۱۲۹ شکمن کسان نیول شوي او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

دغه تاوتریخوالی د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شو چې په سیمه کې میشتو ځینو مسلمانانو ادعا وکړه چې د راجا امیر په نوم یو عیسوی او د هغه ملګری یې لیدلي چې د قرآن پاڼې یې له مینځه وړلې، په ځمکه یې غورځولي او په نورو پاڼو یې توهین آمیز کلمې لیکلي دي.

پوليس وايي د امير د نيولو په هڅه کې دي څو معلومه کړي چې آيا هغه قرآن ته سپکاوی کړی او که نه.

دغه تاوتریخوالی د بشري حقونو مختلفو کورنیو او نړیوالو ډلو غندلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه هېواد کې د مذهب د سپکاوي د قانون د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. د مذهب د سپکاوي د قانون له مخې هر هغه څوک چې اسلام او اسلامي مذهبي شخصیتونو ته په سپکاوي تورن وي، کیدای شي د مرګ په سزا محکوم شي.

که څه هم مقاماتو تر دې دمه دا حکم نه دی پلي کړی، خو دغه قانون اسلامپالو افراطیانو ته توان ورکړی او هڅولي یې دي چې له معافیت پرته اقدام وکړي او په اسانۍ سره مذهبي اقلیتونه یا هغه کسان په نښه کړي چې متفاوتې عقیدې لري.

د ټولنیز عدالت د مرکز د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۷ کال راهیسې په پاکستان کې څه باندې دوه زره کسان مذهب ته په سپکاوي تورن شوي او لږ تر لږه ۸۸ یې د خلکو له خوا شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قانون څخه اکثر د شخصي دښمنیو او اقلیتونو په نښه کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کیږي.

عیسویان چې د پاکستان د نفوس دوه فیصده برخه جوړوي، اکثر په درواغو او بې اساسه تورونو سره په کفر ویلو تورن کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG