د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا کړې


د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ویلي چې دا وسله والی یې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د وسله والو ډلو پرخلاف دعملیاتو په ترڅ کې وژلي دي. ( عکس تارشیف).
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ویلي چې دا وسله والی یې د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې د وسله والو ډلو پرخلاف دعملیاتو په ترڅ کې وژلي دي. ( عکس تارشیف).

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزيرستان او د بلوچستان ايالت په کېچ ولسوالۍ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۲ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په خپور کړي بيان کې ويلي دي چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ (لړم ۲۲ او ۲۳) ترمنځ په شپه يې د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د عملياتو پر مهال اته وسله وال ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل. په بيان کې دا نه دي ويل شوي چې وژل شويو او ژوبلو وسله والو په کومو ډلو پورې تړاو درلود. تراوسه کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې په يو بل بيان کې ويلي دي چې د نومبر د ۱۲ او ۱۳ (لړم ۲۲ او ۲۳) ترمنځ په شپه يې د بلوچستان په بلوڅ مېشتې کېچ ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته وشوه چې په پای کې يې څلور وسله وال ووژل.

په بيان کې دا نه دي ويل شوي چې وژل شويو وسله والو په کومو ډلو پورې تړاو درلود.

تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. بلخوا خپلواکه سرچينو هم لا تراوسه د دواړو پېښو په اړه پوځ د ادعاوو تصديق نه دی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG