د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ یوه هیلوکوپتره چې ۲ جنرالان هم پکې سپاره و، ورکه شوې


Pakistan Monsoon Rains Flood
Pakistan Monsoon Rains Flood

په پاکستان کې چارواکي وایي د پوځ یوه هیلوکوپتره چې د یو جګپوړي جنرال په ګډون پکې ۶ تنه سپاره و او د بلوچستان په ایالت کې یې د سیلاب ځپلو سره د مرستو په عملیاتو کې برخه اخسیته، ورکه شویده.

د پاکستان پوځ دوشنبه اګست ۱ (زمري۱۰) ویلي چې دې هیلوکوپتر د بلوچستان ایالت د لاسبیلا په ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو سره د مرستو چارې څارلې چې د کنټرول خونې سره یې اړیکه پرې شوه.

پوځ او ځایي مطبوعاتو ویلي چې په هیلوکوپتر کې د سیمه ایزې قل اردو قوماندان ډګر جنرال سرفراز علي او د پاکستان د ساحلي ګارډ عمومي مشر برید جنرال امجد حنیف ستي او نور جګپوړي کسان سپاره و.

د پاکستان پوځ ویلي چې د ورکې شوې هیلکوپترې لټون روان دي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د پاکستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې د موسمي بارانونو څځه وروسته راغلیو سیلابونو د بلوچستان په ایالت کې لږ تر لږه ۱۳۶ کسانه وژلي او زرګونه کورونه یې وران کړيدي.

سیلابونو دومره ډیر مالي او ځاني تاوان خلکو ته رسولی چې د پاکستان پوځ او بحري ځواکونو د ملکي ادارو سره د سیلاب ځپلو سره د مرستو لپاره لاس یو کړی. هغوي زرګونه کسان د ډوبیدو څخه ژغورلي او هم یې خلکو ته خوراکي مواد او نور لازم مواد رسولي.

XS
SM
MD
LG