په افغانستان کې د پاکستان یو پخوانی سفیر وایې چې د افغانستان په امن کې د پاکستان "دلچسپي" کمه ده.
رستم شاه مهمند د امریکا غږ له خبریالې لایبه یوسفزۍ سره په مرکه کې ویلي چې اسلام آباد ټول پام په افغانستان کې د هند حضور ته اړولی دی.
ددغه پاکستاني ديپلومات په وینا، امریکايي پوځیان په سیمه کې د خپلو ګټو په خاطر به له افغانستان څخه ونه وځي.