د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیورند پر کرښې د پاکستان د پوځ نظارت


د پاکستان د ارود یوه ویاند ویلي چې پوځيانو یې د ډیورند د کرښې د څارنې په خاطر سیمې کې خپل ترتیبات زیات کړي دي.

پاکستاني نظامیانو له هغې وروسته د ډیورند د کرښې په شاخوا سیمو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي چې کوټه، پاړه چنار او کراچۍ ښارونو کېدریو چاودنو لسګونه کسان ووژل.

د پاکستان د پوځ یوه جنرال آصف غفور ویلي چې د پاکستان چاودنې د افغانستان په خاوره کې طرحه شوې وي.

د پاکستان اردو وایې چې تیره شپه یې په پېښور کې پوځي عملیات کړي دي چې په ترڅ کې یې ۳ ترهګر وژلي او ۱۲ مشکوک کسان یې توقیف کړي دي.

د جمعې ورځې چاودنې

په پاکستان کې مقاماتو ویلي چې د جمعې ورځې په درېو خونړيو چاودنو کې تر ۴۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

لومړۍ چاودنه په کوټه کې وشوه چې ۱۳ تنه یې ووژل او لږترلږه ۱۰۰ تنه یې زخمیان کړل.

دغه چاودنه ظاهراً په سیمې کې د پولیسو پر یوه جګپوري افسر وشوه چې ۷ امنیتي مامورین یې ځاي پرځاي ووژل.

په پېښور کې دوو غبرګو چاودنو هم ۲۵تنه وژلي دي. ددغې چادونې له امله ۳۰ تنه ټپیان رغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د کوټې د چاودنې مسؤولیت د داعش او جماعت الاحر ډلو منلی دی. تردې دمه د پاړه چناره د برید پړه منلې نه ده.

د جمعې ورځې ناوخته یو تن وسله وال يه رستوارنت کې پر پولیس افسرانو ډزې وکړي. پدې برید کې څلور پولیس ووژل شول.

XS
SM
MD
LG