د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان غږیدلي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره کتلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره کتلي دي.

پاکستان وایي متحده ایالاتو ته یې ویلي چې په اقتصادي او بشري بحران کې د افغانستان د د ولس لاس نیوی د نړۍ "اخلافي مسؤلیت"دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا پیغام په نیویارک کې د ملګرو ملتونود کلنۍ عمومي اسامبلې د غونډې په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چاور وزیر انټوني بلنکین ته کړیده.

د پاکستان د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر قریشي پدې غونډې کې وویل "هیله ده نړۍ د افغانستان ځانته پریښودو غلطي تکرار نه کاندي. "

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د چین او روسیې په ګډون د نورو هیوادونو دچارواکو سره په څو اړخیزو او دوه اړخیزو ملاقاتونو کې به یې تمرکز په افغانستان وي.

انټوني بلنکین تیره ورځ خبریالانو ته وویل، "طالبان په کابل کې د خپلې واکمنۍ لپاره مشروعیت او نړیوال ملاتړ غواړي او نړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره په چلند کې یوه خوله ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې سره د طالبانو اړیکې پدې پورې اړه لري چې هغوي څه ډول کړنې کوي.

انټوني بلینکن ټینګار وکړ چې دا هغه څه دي چې مونږ یې غواړو. هغه وویل، " زه فکر کوم د دریځ او هدف په برخې کې قوي یووالی شته دی. "

د بهرنیو چارو وزیر بلنکین یو ځل بیا د متحده ایالاتو په لومړیتوبونو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې " بهرنیو اتباعتو او افغانانو ته د هیواد نه د وتلو اجازه ورکول، د بشري حقونو درناوی، په ځانګړې توګه د میرمنو، نجونو او اقلیتونو حقونه. ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکول چې زمونږ هیوادونه وګواښي. او په ریښتیني توګه د یو داسې ټولشموله حکومت جوړول چې د افغانستان د ولس هیلې پکې نغښتې وي. "

طالبان څه باندې یوه میاشت کېږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او سره لدې چې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ژمنه یې کړې وه خو د هغوي لخوا په سرپرستې کابینې کې تقریباً ټول طالبان او یا د هغوي پورې اړوند کسان دي. په سرپرستې کابینې کې نه یوازې دا چې نور قومونه پکې لږ دي بلکې هیڅ میرمنه پکې نشته.

خو طالبان پخپلې سرپرستې کابینې چې ټول غړي یې سړي دي، انتقادونه ردوي او زیاتوي چې په کابینې کې د ټولو قومونو استازي شته او ژمنه یې وکړه چې ډیر ژر به میرمنو ته هم پکې ځای ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG