د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو [SIV] څه باندې ۵۰۰۰ متاقضیان او غوښتونکي یې کاناډا کې د مهاجرینو یو بل پروګرام ته معرفي کړي. په کاناډا کې د دایمي اقامې د ترلاسه کولو موده د امریکا تر هغې کمه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته منلې ده هغه کسان چې د کاناډا د مهاجرت پروګرام ته پېژندل شوي دي، د امریکا د مهاجرت د قبولیت د پروګرام له لارې به مخې ته نه ځي.
د یاد وزارت یو ویاند امریکا غږ ته وویل: «موږ له کاناډا سره کار کوو چې تر ۵۰۰۰ پورې مهاجرین ور معرفي کړو چې زموږ د امریکا د متحدو ایالتونو د کډوالو د مېشتولو له پروګرام څخه به مستقل [جلا] وي.»
د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت اداره وايي هغه کسان چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري ورمعرفي شوي دي، له امریکا څخه نه بلکې له یو درېیم هېواد څخه به کاناډا ته انتقالېږي. یو شمېر افغانان د تخلیې په پروګرام کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په درېیم هېواد کې مېشت کړل شوي دي.
معصومه حیدري، چې په افغانستان کې د سافټ ویر انجینره وه، په همدغه پروګرام کې شامله ده. هغه د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتله او څه باندې شپږ میاشتې یې په شمالي مقدونیې کې تېرې کړي. خصوصي نا دولتي ادارو له هغه سره مرسته وکړه چې له افغانستان څخه ووځي او په دغه نوي پروګرام کې شامله شي. نوموړې امریکا غږ ته وویل چې ډېر ژر به د کاناډا د کلګري په سیمه کې د خپل اپارتمان کیلي ترلاسه کړي.
هغه وویل: «حکومت له موږ سره د پېسو مرسته وکړه او موږ باید ټول لګښتونه پرې کړو، دا بد نه دی.» هغه له افغان حکومت سره د کار تجربه لري او هیله لري چې په کاناډا کې به یې دا تجربه په درد وخوري.
میرمن حیدري وايي: «زه فکر کوم چې تخنیکي تجربه به په کاناډا کې ګټوره وي. زه به هڅه وکړم چې خپل اسناد، تعلیمي سویه بدله [ارزیابي] کړم او بیا به چمتو یم چې د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې کار پيدا کړم.»
حیدري خو خپل نوی ژوند پیل کړی، مګر زرګونه نور لا هم له افغانستان څخه وتلو ته منتظر دي.
د ژغورنې هڅې
د امریکا د متحدو ایالتونو متقاعد پوځیان، پخواني استخباراتي او د دفاع وزارت مقامات او نور هلې ځل کوي چې د نویو جوړیو شویو ادارو او ګروپونو لکه «نارت اپرېشن سټار او ټاسک فورس پیناپل» سره د کار کولو له لارې په افغانستان کې یو شمېر اېسار خلک را وباسي. دا ټولې رضاکاره ټولنې دي.
له افغانستان څخه د خلکو اېستل اوس د ستونزې یوه برخه بلل کېږي.
د «نارت اپرېشن سټار» د ویبسایټ د معلوماتو په اساس دوی ۵۰۰ افغانان په درېیمو هېوادونو کې او څه باندې ۲۰۰۰ نور افغانان په افغانستان کې په امن او محفوظو ځایونو کې لري.
دا افغانان په یوې پیچلې پروسې کې له ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي، په امریکا کې د نوي ژوند او ځای په ځای کېدو په ګډون، په کور دننه د امن ځای په موندلو، له افغانستان څخه د وتلو، یو درېیم هېواد د پیدا کولو او ورتګ، د مهاجرت پروګرام ته د اسنادو د سپارلو، یو بل هېواد ته د ورتګ او دا ډول نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مهاجرت په سیستم کې د پیچلیو قوانینو یوه مجموعه شامله ده چې په امریکا کې د پناه غوښتونکو بهیر تنظیموي. امریکا د [افرادو] ارزونې یوه دقیقه پروسه لري چې په اساس یې په امریکا کې د دایمي اقامې لپاره خلک منل کېږي، دا پروسه د دوو څخه نیولې تر پنځو کلونو پورې وخت نیسي.
د همدغې ورو بهیر له کبله ځینې ادارې مجبورې شوې چې له افغانستان څخه د اېستل شویو خلکو د مېشتولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي او په دې لړ کې کاناډا چې له مهاجرینو سره ښه ده، غوره ځای وګڼل شو.
د ۲۰۲۲ د ماليکال له پیل راهېسې، چې د اکتوبر په لومړۍنېټه پیلېږي، ۱۳۳ افغانان د مهاجرت د پروګرام له لارې امریکا ته راغلي دي. تېرکال په همدغه کې ۸۷۲ افغانان امریکا ته راغليوو. امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو د پروګرام له لارې ۱۵۴۵ افغانان، چې ترجمانان او د امریکا د حکومت همکاران په کې شامل دي، امریکا ته راغلي دي.
د «اپرېشن نارت سټار» د ادارې یو رضاکار جوردان کین وايي سخته ده چې هغو افغانانو ته د مهاجرت موقف ورکړل شي چې په کابل کې د امریکا سفارت، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او نورو مشخصو نادولتي ادارو ورته نورو سیمو ته د تګ سپارښتنه کړې ده. دی وايي، د هغوی له معرفي کېدو وروسته لږ تر لږه دوه کاله نیسي چې دا متقاضيان امریکا ته راشي.
نوموړي وویل: «زرګونو هغو افغانانو چې د امریکا د مېشتېدو پروسې ته معرفي شوي وو، دا انتخاب ورکړل شوی دی چې د کاناډا د [مهاجرت] پروسې ته ځانونه بدل کړي، البته هغو ښځو ته چې د طالبانو د ګواښونو له کبله تښتېدلی، په دغې پروسې کې لومړیتوب ورکول کیږي.»
د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په وخت کې د پناه غوښتونکو د قبولیت پروګرام محدود شو، حکومت ته په دې برخه کې کمې سرچېنې پاتې شوې او د مهاجرینو مخ په زیاتېدونکيو غوښتنلیکونو او د نويو راتلونکیو کسانو چارې د مهاجرنیو او کډوالو ادارو ته پاتې شوې.
په کاناډا کې استوګنه
کله چې امریکا د قبولیت په شرایطو برابر افغان مهاجر معرفي کړي، هغوی به په کاناډا کې د استوګنې او اوسېدو لپاره ومنل شي.
د آی ار سي سي د عامه اړیکو افسر جیفري مکډونالډ وايي: «له مهاجرو سره د حکومت د مرستې په توګه، افغان مهاجر له راتګ سره سم به دایمي استوګن کېږي او د استوګنې د همکارۍ پروګرام ته برابرېږي.»
د کاناډا حکومت مهاجرو ته د ۱۲ میاشتو لپاره موقت کور ورکوي او مالي مرسته ورسره کوي.
ښاغلي مکډونالډ د یو ایمیل له لارې امریکا غږ ته وویل: «میاشتنۍ عایداتي مرسته د سرپناه، خوراک او نورو جانبي مسائیلو لپاره وي چې د ولایت یا قلمرود همکارۍاجتماعي ټولنه یې ورکوي، د هرې سیمې او هرې کورنۍ اندازې ته په کتو ترتبېږي.»
یوه بله افغان چې د امنیتي ملحوظاتو له کبله یې نوم دلته «فرشته» لیکل کېږي، هم د کاناډا د مهاجرت دغه پروګرام ته قبوله شوې ده. هغه د ښځو د حقونو فعاله او په لویې څارنوالۍ کې څارنواله وه.
ښاغلي کین په دې اړه وايي: «فرشته چې په کوم پروګرام کې کاناډا ته قبوله شوې ده، ځانګړی دی. د امریکا په څېر کاناډا هم د هغو افغانانو لپاره د مهاجرت پروګرام لري چې له هغوی سره یې کار کړی وي. په دوی کې یې ډېر د کاناډا د سرتېرو ترجمانان وو. مګر د امریکا برعکس، کاناډ د ښځو او هغو خلکو په ګډون چې طالبان یې په نښه کوي، د ځینو نورو خلکو د قبولیت پروګرام هم لري چې دا ډېر ښه دی.»
د «ښځې په خطر کې پروګرام» د مهاجرت په وضعیت کې اسیب پذیرې ښځې او نجونې پیدا کوي او کاناډا ته یې د انتقال او دلته د استوګنې لپاره کارونو ته لومړیتوب ورکوي.
خو ښاغلي کین وویل: «کاناډا باید یوازینی هېواد نه وي چې د فرشتې په څېر خلکو پسې ګرځي. امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه هم باید دا پروګرام کاپي [نقل] کړي او دا ډاډ ورکړي چې موږ افغانې ښځې تر شا نه پرېږدو.»
د کاناډا حکومت ژمنه کړې ده چې ۴۰۰۰۰ افغان مهاجر به مني، په دوی کې یې ۵۰۰۰ هغه کسان دي چې امریکا کاناډا ته معرفي کړي دي.
د ۲۰۲۱ د اګست له مارچ څخه نیولې د ۲۰۲۲ تر مارچ پورې کاناډا ۸۸۱۵ افغان مهاجر منلي دي.
د متقاعدینو د انتقال شبکې اجرايي مشر الیور تورني وايي چې کاناډا د بایومیټریک د تائید یوه پروسه لري او ټول مهاجر کاناډا ته تر داخلېدو مخکې باید دا پروسه بشپړه کړي.
هغه وايي: «سره له دې چې دا هغه افغانان دي چې خپل ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی د کاناډا سره همکاري وکړي او په ډېرو پېښو کې یې د کاناډا د سرتېرو ژوند ژغورلی دی، بیا هم زموږ د حکومت تګلاره اجازه نه ورکوي چې هغوی دې د دغه بایومېټریک له تائیدۍ پرته دې کاناډا راشي.»
خو هغه وايي چې د کاناډا د حکومت تګلاره باید له افغانستان څخه د را اېستل شویو خلکو د ضرورت په اساس برابره شي چې هغوی کاناډا ته له راتګ وروسته د بایوميټریک پروسه بشپړه کړي.
هغه وویل: «که داسې ونشي د انتقال بهیر به ورو شي او زړور او مستحق افغانان به د طالبانو غچ اخیستلو ته پرېښودل شي.»
خو د آی آر سي سي مقام مکډونالډ وايي چې ستونزه د کاناډا د حکومت ظرفیت نه بلکې « په افغانستان کې وضعیت او چاپیریالي عوامل دي. دا هغه ننګونې دي چې موږ هره ورځ پرې کار کوو. په دغه برخه کې د کاناډا د حکومت هڅې کمې نه دي.»
له دې هر څه سره سره خصوصي ادارې د کاناډا حکومت ستايي چې هغه افغانان مني چې ممکن په نورو هېوادونو کې د اوسېدو امکان ونلري. د کډوالو د حقونو فعالان وايي اکثریت هېوادونه یوازې هغو افغانانو ته ویزې ورکوي چې له هغوی سره یې مستقیمآ کار کړی وي.
ښاغلی کین وايي: «فرشته هیله لرله چې په امریکا کې ژوند وکړي. امریکا د فرشتې اول انتخاب و، ځکه چې هغه دلته ډېر ملګري لرل، خو کاناډا یې ځکه غوره کړه چې یو ښه انتخاب و. دوه دلیلونه وو: هغه لوستې ده او د ډېرو نرو افغانانو غوندې ښه انګلیسي وايي او بله خبره دا چې کاناډا د امریکا د مهاجرینو لپاره ډېرې ګټې [امکانات] لري. »