د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن بیلاروس د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو په خاطر وغنده


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د شنبې په ورځ د می ۲۰مه (ثور ۳۰) د بیلاروس له سیاسي بندیانو سره د پیوستون د ورځې په درشل کې وویل چې متحده ایالات د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو له خوا د څه باندې ۱۵۰۰ سیاسي بندیانو «غیرعادلانه» زنداني کول غندي.

بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بیلاروس سیاسي بندیانو ته په خطاب کې وویل:"دا نارینه او ښځې د بیلاروس د دموکراسۍ د ګټلو لپاره د خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د کارولو، د درغلیو ډکو ټول ټاکنو په وړاندې د اعتراض کولو او یا د اوکراین په وړاندې د روسیې د جګړې د مخالفت کولو په موخه نیول شوي او بندیان شوي دي."

هغه دا هم وویل چې د دغو سیاسي بندیانو څخه زیات شمیر یې د تړلو دروازو تر شا محاکمه شوي او د بیلاروس چارواکې د هغه هیواد خلکو ته حساب ورکوونکي ندي.

بلینکن زیاته کړه چې "کورنۍ، ملګري، همکاران او نور هره ورځ په دې فکر کې ژوند کوي چې عزیزان یې په زندان کې ځوریږي." د متحده ایالاتو دغه لوړپوړي ډپلوماټ دا هم ویلي چې د بيلاروسي چارواکو په دې وروستيو کې د يو شمير سياسي بنديانو اړیکه له بهر سره په بشپړه توګه پري کړې ده.

د دې اعلان له مخې، د بیلاروس د سیاسي بندیانو زیات شمیر کورنۍ، ملګري او حقوقي استازي له میاشتو راهیسې ندي توانیدلي چې له هغوی سره اړیکه ونیسي او څرګنده نه ده چې دوی چیرته بندیان دي.

بلینکن پدې اعلامیه کې ټینګار کړی چې متحده ایالات د بیلاروس د خلکو تر څنګ ولاړ دي تر څو هغوی د قانون د حاکمیت، بشري حقونو ته د درناوي، حساب ورکونې او د دموکراتیکو انتخاباتو له لارې د حکومت د جوړولو پر بنسټ خپله راتلونکې وټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز په بیلاروس کې د سیاسي بندیانو د غیر مشروط خوشې کیدو غوښتنه وکړه او د دغه هیواد له چارواکو یې وغوښتل چې د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو مراعات وکړي.

لوکاشینکو چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې د بیلاروس ولسمشر دی، له اوږدې مودې راهیسې د روسیې د ملاتړ نه برخمن دی او د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د مسکو له څو متحدینو څخه دی.

ولسمشر لوکاشینکو چې "د اروپا وروستی ډیکټاتور" بلل کېږي، له شاوخوا درې لسیزو راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی. لوکاشینکو، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین کلک متحد دی، د ۲۰۲۱ په فبروري کې مسکو ته اجازه ورکړه چې د بیلاروس له لارې اوکراین ته سرتیري واستوي.

د بیلاروس ولسمشر د خپل حکومت د اپوزیسیون غورځنګونه ځپلي، خپل منتقدین یې بندیان کړي او یا یې جلاوطنۍ ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG