د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان د لارې د اوو پوستو پولیسو د معاشونو ځنډ له امله خپلې پوستې پریښي


د مندهار - ارزګان لاره په تیرو نهه میاشتو کې دوه ځلې د ناامنیو له امله تړل شوې وه.
د مندهار - ارزګان لاره په تیرو نهه میاشتو کې دوه ځلې د ناامنیو له امله تړل شوې وه.

نن سهار د ارزګان – کندهار د لويې لارې تر ۸۰ زیاتو پوليسو دمعاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې خپلې ۷ پوستې پرېښې او له خپلو وسلو سره د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته تللي دي.

دا اوه امنیتي پوستې د ترینکوټ او د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ترمنځ په ۷۰ کیلو متره ساحه کې موقعیت لري.

لهپوستو څخه تللي پوليس وايي چې د معاشاتو د نه ور کړي له کبله يې پدې کار لاس پورې کړی او تر هغو چي خپل حقوق ورته ونه رسیږي خپلو دندو ته به ستانه نه شي.

د عبدالله په نوم د پوليسو یوه سرتیري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې له تیرو ۶ میاشتو راهیسې يې خپل معاشات ندي اخیستي او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو مخ ده.

عبداللهوویل"د جګړې په لمړۍ کرښه کې پراته پوليس هم همداسې دي چې د شپږو میاشتو راهیسې يې معاشات ندي اخیستي، موږ به د خپل وطن خدمت وکړو خو هغه حق چې مو بیا پر وخت نه رسیږي مسئولیت يې د چا دی ؟".

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي چې له دغو پوليسو سره يې خبري کړي خو هغوی سره لا کومې پایلي ته نه دي رسیدلي.

ښاغلي نایاب د پوليسو د حقوقو ستونزه پر ځای وګڼله او زیاته يې کړه چې د پوليسو د رهبرۍ د غلفت له کبله دغه ستونزه له مخکې څخه پاته ده.

د ارزګان د والي ویاند زیاته کړه چې ولایتي اداره هڅه کوي چې ستونزې ته د حل یوه لار پيدا کړي.

د ارزګان د امنيې قومندانۍ یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پوليسو معاشات د نوي کابل بانک له لوري اجرا کیږي خو په ترینکوټ کې د بانک مسئولینو دوی ته ويلي چې د انټرنیټ د خراب والي له کبله دوی ندي توانیدلي چې معترضو پوليسو ته معاشات اجرا کړي.

د ارزګان – کندهار لویه لار ۱۵۰ کیلو میتره واټن لري چې د د دغه ولایت لپاره یوازینۍ مواصلاتي لار ده.

دا لار پخوا هم د نا امنیو شاهده وه او په تیرو ۹ میاشتو کې ۲ ځله د ۳ میاشتو لپاره د ترینکوټ او د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ترمنځ د ترافیکو پرمخ تړل شوې هم وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG