د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې نوبل جایزه دوو خبریالانو ته ورکړل شوه


د سولې نوبل جایزه دا ځل د فلیپین او روسیې دوو خبریالانو ته ورکړل شوه.
د سولې نوبل جایزه دا ځل د فلیپین او روسیې دوو خبریالانو ته ورکړل شوه.

په ناروې کې د نوبل کمیټې نن جمعه اکتوبر ۸ (تلې۱۶) د سولې نوبل جایزه د فلیپین خبریالې ماریا ریسا او روسي خبریال دمیتري موراتوف ته د بیان د آزادۍ د خوندیتوب لپاره د هغوي د هلو ځلو په پار ورکړل شوه.

د دې کمیټې مشرې بیرت ریس اندرسن د اوسلو په ښار کې ددې جایزو د اعلان پر وخت په مراسمو کې وویل، " میرمن ریسا او ښاغلي موراتوف ته دا جایزه ځکه ورکول کیږي چې په فلیپین او روسیه کې یې د بیان د آزادۍ لپاره په زړورتیا مبارزه کړې. "

د سولې د نوبل جایزې کمیټې په اعلامیې کې ویلي چې خبریالې ماریا ریسا پخپل هیواد د واک نه د ناوړه ګټې اخیستو، د تاوتریخوالي د استعمال او استبداد زیاتیدل پرته له کومې ویرې د بیان د آزادۍ د لارې افشا کړل.

ماریا ریسا تحقیقاتي خبریاله او د ډیجیټلي مطبوعاتو د یوې کمپنۍ مرستیاله ده. هغې پدې شبکې کې د مخدره موادو پر ضد د فلیپین د جمهور رئیس راډریګو دوتیرته د جنجالي مبارزې په هکله راپورونه راټولول.

په همدې حال کې د نوبل کمیټې دویمه جایزه روسي خبریال دمیتري اندرې ویچ موراتوف ته په روسیې کې د ستونزو نه په ډکو شرایطو کې د څو لسیزو راپدیخوا د بیان د آزادۍ د دفاع په خاطر ورکړله.

هغه په ۱۹۹۳ کال کې د نوایا جریدې په نامه د خپلواکې ورځپاڼې بنسټ کیښود او د ۱۹۹۵راپدیخوا د همدې جریدې مسؤل مدیر دی. دا جریده په روسیه کې تر ټولو خپلواکه ورځپاڼه بلل کیږي.

کمیټې ویلي چې د ورځپاڼې د حقایقو پر بنسټ خبریالۍ او مسلکي ریښتینولۍ دغه ورځپاڼه په روسیه کې چې سانسور کیدل پکې ډیر دي، د معلوماتو په یوې باورې سرچېنې بدله کړې.

پدې ورځپاڼې کې د فساد، د پولیسو د تشدد، غیر قانوني نیونو، انتخاباتي درغلیواو په روسیه کې دننه او بهر د پوځ نه د ګټې اخیستو په هکله انتقادي مقالې خپرې کړیدي.

د دواړو خبریالانو تر منځ به د ۱.۱ میلون امریکایي ډالرو جایزه په مساوي توګه وویشل شي.

XS
SM
MD
LG