د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د مدني حقونو ضمانت


د ښځو د حقونو مدافعین: طالبانو سره سوله؛ 'د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي'
د ښځو د حقونو مدافعین: طالبانو سره سوله؛ 'د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي'

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې چې بهرني ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې په تدریجي ډول له افغانستان څخه ووځي او د افغان حکومت او د سیاسي ډلو د استازو ترمنځ بین الافغاني خبرې د کب د میاشتې په شلمه پیل شي.

ځینې افغانانې وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په هوکړه کې چې د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو د افغانانو انساني حقوقو او په تېره د ښځو حقونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

د افغانو میرمنو حقوق او په ځانگړې توگه د نجونو تعلیم په افغانستان کې د امریکا تر ټولو سترې لاسته راوړنې بلل کیږي، او د طالبانو په واکمنۍ کې نجونو د زده کړو زمینه نه لرله.

ځیني بهر میشتې افغانانې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کړی وایي امریکا او نور هیوادونه باید په طالبانو او د افغانستان په راتلونکي حکومت فشار واچوي چې د ښځو اساسي حقونه پرځای پاتې شي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سلاکاره مالي في په واشنگتن کې په یوې غونډه کې دغو اندیښنو ته په اشارې وویل "متحده ایالات به د هرې هغې اجماع ملاتړ وکړي چې افغانان د خپل راتلونکي سیاسي او حکومتي جوړښتونو په اړه موافقې ته رسیږي."

افغانې ښځې هیله لري چې د طالبانو سره په خبرو کې ښځو ته هم ونډه ورکړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي د امریکا او طالبانو هوکړه باید په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د بشر حقونو عمده لاسته راوړنې خوندي کړي.

دغه سازمان د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک ته په اشارې سره وايي، افغانستان بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې چې باید وساتل شي او مخه ‌یې ډب نه‌ شي.


په تېرو ۱۹ کلونو کې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغلې، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، ښځې په ادارو کې د کار اجازه لري او دغه‌ شان هر افغان د بیان د ازادۍ حق لري چې دغه اساسي بشري حقونه او په یاده موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG