د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په سنګین کې د ملکي وګړو د وژلو ادعا شوې


په افغانستان کې د جګړو د پراخیدو سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم پورته تللې ده.
په افغانستان کې د جګړو د پراخیدو سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم پورته تللې ده.

د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یو شمیر سیمه ییزو اوسیدونکو ادعا کړې، چې نن د پنجشنبې په سهار ( سلواغې ۴ مه)په دغه ولسوالۍ کې په یو هوايي برید کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.

یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه هوايي برید ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي د ي.

پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د سنګین د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د دښت په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې یو اوسیدونکي عبدالله امریکا غږ اشنا ته وویل ، چې د سور کوتل په سیمه کې نن سهار ۶ بجې هوايي برید شوی دی.

ښاغلي عبدالله وویل"لمړی وسله والو د امنیتي قواوو پر موټریز کاروان برید کړی او چې وروسته وسله وال په یوه کور داخل شوي بیا په هوايي برید کې په نښه شول چې ملکي تلفات هم په همدې وخت کې رامنځ ته شوي".

ښاغلی عبدالله وايې، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سنګین ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي،سلیمان شاه اشنا رادیو ته وويل، چې د نورالحق او قاسم پر کورونو هوايي بریدنو کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د هلمند امنيتي مقامات وايې، چې په سنګين ولسوالۍ کې نظامي عملیات له پرون ماښام راهیسی پيل شوي خو د ملکي تلفاتو په اړه دوی ته کوم راپور ندی رسیدلی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال عبدالهادي ترین اشنا رادیو ته وويل، چې په سنګین ولسوالۍ کې د نظامي عملیاتو په ترځ کې دقیق اهداف په نښه شوي او دوی د ملکي مرګ ژوبلي په اړه معلومات نلري.

جنرال ترین وویل" په سنګین ولسوالۍ کې له پرون راهیسې چې هر هدف په نښه شوی په سوق او اداره کې هغه ته کتل کیږي او وروسته بیا برید تر سره کیږي د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه موږ ته معلومات ندي رسیدلي خو وسله وال په بیلا بیلو ځایونو کې په نښه شوي".

وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ويلي چې په سنګین ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترځ کې ۱۳ تنه ملکي کسان وژل شوي.

سنګین د هلمند په شمال کې له ارزګان ولایت سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې ډيرې برخې يې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي .

تراوسه په خپلواک ډول د دغو ادعاو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر هم پدې اړه څه ندي ويلي.

XS
SM
MD
LG