د لاس رسي وړ اتصالات

 
افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۸۶ تنه مړه کړي

افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا وبا ۸۶ تنه مړه کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۷۵ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۶ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۰۹۶ سمپلونو معاینات یې کړي چې ۱۵۷۵ یې مثبت و.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹۵۳۲ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۴۵۲ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۷۳۵ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۸میلیون او ۲۰۲زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۶۰زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG