د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له ۱۰۰زرو واوښتې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۷۷ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) ویلي چې ددې ترڅنګ په ۲۱ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۷ ناروغان مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۰۵۲۱ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۰۳۰ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۷۲۸ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۶۳۴۲۶ تنو ته ورسېد.

د سره صلیب او د سرې میاشتو د ټولنو نړیوال فدراسیون ویلي چې په افغانستان کې په تیره میاشت کې د کروناویروس مثبتې پیښې ۲۴۰۰فیصده زیاتې شوي چې له کنترول څځه وتلي دي.

دغو ټولنو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تیره اونۍ د کروناویروس د پیښو د ازموینو له دریو څخه یوه یې مثبته تشخیص شوې او روغتونونه د اکسیجن او بسترونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

کرونا ویروس د لوموړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۷میلیون او ۴۶۵زره کسان په کرونا اخته شوي او له دغه ویروس څخه څه باندې ۳ میلیون او ۸۳۴زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG