د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
روغتیا وزارت نن سې شنبه فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۴) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۸۸ مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۵۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۵۱۷۴ ته پورته شو.
همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۴۰۶ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۷۵ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۷۷۹۸ تنو ته لوړ شو.
کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې دوه میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.