د لاس رسي وړ اتصالات

نیتن یاهو: د غزې بشپړ کنټرول څخه نه تیریږم ; ملګري ملتونه وایي د فلسطیني دولت څخه انکار نه منل کیدونکی دی


زرګونو فلسطینیانو د شنبې په ورځ په مظاهرې کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د حکومت لخوا د لا جدي اقدام غوښتنه وکړله.
زرګونو فلسطینیانو د شنبې په ورځ په مظاهرې کې د یرغمل شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د حکومت لخوا د لا جدي اقدام غوښتنه وکړله.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو شنبه جنوري ۲۰ (مرغومي ۳۰) وویل چې په غزې د اسرائيل په بشپړ کنټرول به جوړجاړی ونکړی او زیاته یې کړه چې دا د "فلسطیني دولت سره په ټکر کې ده".

د فلسطیني دولت جوړیدو پر سر د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن او اسرائیل د مشر تر منځ اختلافات شته. ښاغلي بایډن د جمعې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د نیتن یاهو په شتون کې د دوه بیلو دولتونو جوړیدل نا ممکن دي او که نه وویل، "نه، ندي. د دوه بیلو دولتونو حل لارې بیلا بیل ډولونه لري".

نیتن یاهو او جو بایډن د جمعې په ورځ د څه باندې یوې میاشتې وروسته په ټیلیفون خبرې وکړلې او د یو خپلواک فلسطیني دولت جوړیدو په احتمالي حل لارې یې بحث وکړ. دوي وړاندیز کړی چې د حل یوه لار د غیر نظامي دولت شاملول دي.

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې د امریکا د مشر سره د خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې نیتن یاهو پدې خبرو کې ټینګار کړی چې په غزې کې د حماس له منځه وړلو وروسته باید اسرائیل پدې تړانګې بشپړ کنټرول ولري تر څو ډاډ ورکړل شي چې د غزې څخه اسرائیل ته بیا ګواښ پیښ نشي.

د نیتن یاهو دا شرط د خودمختاره فلسطیني دولت جوړیدو غوښتنې سره په ټکر کې ده.

متحده ایالاتو د همدې روانې میاشتې په سر کې د اسرائیل د دوو وزیرانو جنجالي ویناګانې وغندلې چې ویلي یې و په غزې کې فلسطینیان باید کډه کیدو ته وهڅول شي او دا چې یهودان دې بیرته دې کلابندې شوې سیمې ته ستانه شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میتیو میلر وویل چې دا څرګندونې "غیر مسؤلانه او پارونکې" دي.

هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو "ښکاره، متداوم او نه رد کیدونکی" دریځ دا دی چې غزه د فلسطینیانو ده او د هغوي خاوره به وي او دا چې حماس به یې هیڅکله د راتلونکې کنټرول ونلري او هیڅ ترهګره ډله به اسرائیل ته د ګواښ کولو وړتیا ونلري".

د متحده ایالاتو په ګډون ګڼ شمیر لویدیځو او عربي هیوادونو د اسرائیل – فلسطین تر منځ شخړې پای ته رسیدو لپاره د دوه بیلو دولتونو جوړیدل د حل تر ټولو غوره لار بللې خو د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د دې نظر سره مخالف دی.

په نیتن یاهو باندې په کور دننه هم فشار ډیر شوی.

یو شمیر هغو اسرائیلیانو چې لا یې هم خپل خپلوان په غزې کې د حماس سره یرغمل دي، د شنبې په ورځ یې په طل ابیب کې د نیتن یاهو د کور مخې ته مظاهره وکړله او د دې یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره یې د جدي اقدام غوښتنه کوله.

مظاهره چیانو ویل چې ویره لري په غزې کې د نظامي عملیاتو پراخول به د یرغمل شویو کسانو ژوند له ډیر خطر سره مخ کړي.

دې مظاهره چیانو چې شمیر یې زرګونو ته رسیده همدارنګه یې په اسرائیل کې له وخت وړاندې انتخاباتو غوښتنه کوله تر څو نیتن یاهو له واکه لیرې شي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي چې د فلسطیني دولت جوړیدو څخه انکار "نه منل کیدونکی" دی.

ښاغلي ګوتریش د شنبې په ورځ په یوګانډا کې د ناپیلي خوځښت مشرانو یوې غونډې ته وویل چې ، "ټول باید دا په رسمیت وپیژني چې د فلسطین ولس د خپل دولت جوړیدو حق لري".

ښاغلي ګوتریش پخپلو خبرو کې ټینګار وکړ، " د اسرائیلیانو او فلسطینیانو لپاره د دوه بیلو دولتونو جوړیدو حل لارې څخه انکار او د فلسطینیي ولس لپاره د دولت جوړیدو حق څخه انکار نه منل کیدونکی دی".

د ملګرو ملتونو مشر همدرانګه وویل چې دا شان دریځ لرل به جګړه د نامعلومې مودې لپاره روانه وساتي او د نړیوال امنیت او سولې لپاره به په ستر ګواښ بدله شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG