د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال د کرکټ لوبډلې پخواني کپټان د جنسي تیري په تور په ۸ کلونو بند محکوم شو


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د نیپال یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ، جنوري لسمه ( مرغومی ۲۰مه) ددغه هېواد د کرکټ مشهور ستوری او پخوانی کپټان سندیپ لامیچهاني وروسته له هغه په اتو کلونو بند محکوم کړ چې پر نوموړي هغه تور ثابت شو، چې پر یوې ۱۸ کلنې نجلۍ یې جنسي تیری کړی دی.

د سندیپ مدافع وکیل سروج ګمیري وویل، چې هغه به ددغه حکم پر وړاندې د مرافعې محکمې ته مراجعه وکړي.

د نيپال د کرکټ پر دغه وتلی ستوری باندې تیرکال یوې ۱۷ کلنې نجلۍ تور لګولی و، چې د ۲۰۲۲ کال د اګست میاشت کې د پلازمینه کټمنډو په یو هوټل کې پر هغې د سندیپ لایمیچهاني لخوا جنسي تیری شوی و.

۲۳ کلن سندیپ چې په نیپال کې د کرکټ له وتلو څیرو څخه ګڼل کیږي، ددغه هېواد یواځینی لوبغاړی دی چې په هند، اسټرالیا، پاکستان او ویسټ انډیز کې په مشهورو شل اوریزو تجارتي‌لیګونو کې برخه اخلي.

نوموړی همدارنګه د نيپال په استازیتوب د کرکټ په۵۱ یو ورځنیو او ۵۲ شل اوزیزو نړیوالو لوبو کې ګډون کړي دي.‌

ددغه تور د لګیدو وروسته د نیپال د کرکټ د کپټان په توګه د سندیپ دنده وځنډول شوه او همدارنګه نوموړی هغه مهال چې د کارابین پریمیر لیګ څخه کټمنډواد راستنیدی، د پولیسو لخوا په هوايي ډګر کې ونیول شو، خو وروسته په نغدې ضمانت خوشې شو.

په کټمنډو کې د محکمې یو چارواکي، چندرا پرساد پنتي وویل، سندیپ لامیچهاني باید د جریمې او قرباني ته د خسارې په توګه نږدې ۳۷۷۰ ډالر ورکړي.

د نیپال د کرکټ د پخوانی کپټان وکیل، سروج ګمیري د چهارشنبې په ورځ د رویټرز خبري اژانس ته وویل: "موږ د محکمې په پریکړې قانع نه یوو ... محکمې سندیپ په عجیبه بڼه محکوم کړ. هغه (سندیپ) به د عدالت او انصاف د غوښتنې لپاره سترې محکمې ته مراجعه وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG