د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو د مشر کاري دوره یو بل کال هم تمدید شوه


ینز سټولټنبرګ د ناروې پخوانی صدراعظم دی او د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د ناټو عمومي منشي دی.
ینز سټولټنبرګ د ناروې پخوانی صدراعظم دی او د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د ناټو عمومي منشي دی.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو د عمومي منشي ینز سټولټنبرګ کاري دوره د یو بل کال لپاره پداسې حال کې تمدید شوه چې په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل له کبله جګړه د نړې دې تر ټولو ستر نظامي سازمان تر سرحدونو را رسیدلې.

د ناروې دا پخوانی صدراعظم د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا د ناټو عمومي منشي دی او تر دې وړاندې یې دوه ځلې نور هم د کار موده تمدید شویده.

د ۶۴ کلن سټولټنبرګ کاري دوره داسې مهال غځیږي چې د ناټو ۳۱ غړي هیوادونه له یوې خوا غواړي د اوکراین سره د روسیې د یرغل په ځواب ویلو کې امنیتي، نظامي او بشري مرستې وکړي او په عین حال کې نغواړي چې د روسیې او ناټو ځواکونو تر منځ مخامخ جګړه وشي.

د دې پریکړې له مخې به سټولټنبرګ د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر تر لومړۍ نیټې د ناټو عمومي مشر وي.

په ناټو کې ښاغلی سټولټنبرګ د یو ثبات لرونکي او داسې مشر په توګه لیدل کیږي چې د غړیو هیوادونو تر منځ د نظر یووالي پیدا کولو لپاره حوصله هم لري.

سټولټنبرګ ویلي چې د کاري مودې په غځیدو ویاړي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د شمالي امریکا او اروپا تر منځ د اتلانتیک په دواړو خواوو کې د دې تړون له کبله د تیرو ۷۵ کالونو راپدیخوا امنیت او آزادي ډاډمنه شوې.

هغه ویلي، " پدې خطرناکې نړۍ کې تر بل هر وخت زمونږ اتحاد ډیر مهم دی".

د ناټو د مشر کاري دوره داسې مهال تمدید کیږي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دې سازمان د غړیو هیوادونو مشران په لیتوانیا کې عمومي غونډه وکړي او د اوکراین سره ملاتړ به یې د خبرو مهمه برخه وي.

د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون د ناټو نورو غړیو هم سټولټنبرګ د کاري دورې تمدید کیدو پریکړه ستایلې ده.

جمهور رئیس بایډن په یوې اعلامیې کې سټولټنبرګ پخپلې با ثباته رهبرۍ، تجربې او قضاوت سره پداسې حال کې د ناټو مشري کړې چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا دا اتحاد په اروپا کې تر ټولو د مهم خطر سره مخ دی.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې جو بایډن د سه شنبې په ورځ د جرمني د صدراعظم اولف شولتز سره په لیتوانیا کې د ناټو د عمومي غونډۍ د چمتوالي په هکله خبرې کړي.

د ناټو د غړیو هیوادونو دیپلوماتان او مبصرین چې د دې سازمان چارې څاري وایي ینز سټولټنبرګ په غوره توګه وکړی شو چې په اوکراین د روسیې د یرغل پر وخت دا سازمان یو موټی وساتي او د هغو کسانو تر منځ یې موازینه ساتلې چې یوه ډله اوکراین سره د لا ډیر ملاتړ غوښتنه کوي او بله ډله پدې برخې کې د احتیاط غوښتنه کوي ځکه دوي ویره لري چې دا جګړه په نړیوال جنګ بدله نشي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي هم ښاغلي سټولټنبرګ ته د کاري مودې تمدید کیدو مبارکې ورکړې او په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د "مثمرې همکارۍ" لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG