د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو عمومي منشي په غزه کې د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوله.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پایتخت بروکسل کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وینا کوله.

په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند د پای رسېدو یوه ورځ وړاندې، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ددغه اوربند د غځولو غوښتنه کړې، ترڅو د نوموړي په خبره، غزې تړانګې ته د نورو مرستو رسېدو او یرغمل شویو کسانو خلاصون ته لاره هواره شي.

په غزه کې څلور ورځنی اوربند د سه شنبې په ورځ پای ته رسیږي. حماس ویلي چې غواړي دغه اوربند وغځوي او نور یرغمل خوشي کړي.

سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لیندۍ شپږمه) خبریالانو ته وویل: "زه د وقفې د غځولو غوښتنه کوم. دا به د غزې خلکو ته د اړتیا وړ مرستو رسېدو او د نورو یرغمل شویو کسانتو خوشې کېدو ته اجازه ورکړي."

په جګړه کې ددې وقفه په ترڅ کې چې د جمعې په ورځ پیل شوه، د حماس له خوا په لسګونو یرغمل کسان خوشې شوي، او په بدل کې د اسرائیل له خوا ۱۰۰ فلسطیني بندیان ازاد شوي دي.

ایران هم د دوشنبې په ورځ، د اسرائیل او حماس تر منځ د دایمي اوربند غږ وکړ.

غزه کې د ایران د دایمي اوربند غوښتنه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: "د ایران د اسلامي جمهوریت په توګه مونږ غواړو او تمه لرو چې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیست رژیم جنایتونه په بشپړه توګه بند شی."

کنعاني د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل چې ایران "د اوربند د غځولو دپاره، له قطر سره یو ځای هلوځلو ته دوام ورکوي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ د قطر پایتخت دوحې ته ورسېد.

هغه وویل: "د روانو خبرو اترو او هلوځلو یو مهم هدف دا دی چې موجوده موقت اوربند باثباته بڼه غوره کړي او د غزې په خلاف د صهیونیست رژیم ظالمانه تیری تکرار نشی."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "خو داسې ښکاري چې صهیونیستي رژیم په غزې باندې له حملې وروسته د خپلو هدفونو په ترلاسه کولو سره نه دی توانیدلی چې په غزې باندې له حملې وروسته، یوه څرګنده بریا ترلاسه کړي."

ایران چې په غزه کې یې د اسرائیل پوځي عملیات "نسل وژنه" بللې، پر اسرائیل د حماس د برید ننګه کړې خو په دغه برید کې یې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

حماس د اکتوبر په اوومه د غزې او اسرائیل د پولې په اوږدو کې د برید په ترڅ کې، د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۲۰۰ کسان چې ډیری یې ملکي وګړي وو، ووژل او ۲۴۰ نور یې برغمل کړل.

په ځواب کې اسرائیلو د حماس د له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل کړ، چې په غزه کې د حماس د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان چې اکثره یې ملکي وګړي او په زرګونو ماشومان وو، ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG