د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: له ارزونې او مشورې وروسته افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه کوو 


په افغانستان کې د ناټو سرتېري
په افغانستان کې د ناټو سرتېري

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي چې د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې به له ارزونې، نظارت او مشورو وروسته له افغانستان څخه د وتلو په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۶ (کب۲۶) وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو وتل به د ناټو د راروانې اونۍ د غونډې مهمه مسئله وي.

خو هغه وویل چې دغه سازمان د افغان ځواکونو د تمویل، روزنې او تجهیز په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړه چې دا مهال په افغانستان کې تر ډېره مېشت ځواکونه غیر امریکايي دي چې دا په خپله د ناټو په ماموریت کې د نړیوالو او اروپایي متحدینو د ژمنو ښکارندوی دی.

ښاغلي سټولتنبرګ وویل چې ناټو د خبرو له لارې د ستونزو د حل کلکه ملاتړې ده او له همدې کبله یې د امریکا-طالبانو د تړون ننګه وکړه. خو هغه په دغه برخه کې د سیمې د هېوادونو په ملاتړ هم ټېنګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ولسمشر غني ته په استول شوي لیک خبرداری ورکړی که د سولې بهیر چټک نکړي، له طالبانو سره جګړې ته به یوازې پاتې شي.

په لیک کې له ښاغلي‌غني څخه غوښتل شوي‌ چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وړاندیزونو په اړه «رغنده دریځ» پراخ کړي.

د ښاغلي خلیلزاد په وړاندیزونو کې د «سولې انتقالي حکومت» هم شامل دی چې د نوي اساسي قانون له تصویب او ملي ټاکنو څخه وروسته به واک «یو دایمي دولت ته»‌ لېږدوي.

خو ولسمشر غني وايي چې له انتخاباتو پرته د واک انتقال ته حاضر نه دی، هغه وویل چې«عادلانه او پایداره سولې ته د رسېدو لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو پر اساس مخکې ځو».

تر دې مخکې د ښاغلي‌ غني‌ لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک د سولې په اړه د افغانستان په دریځ کې هېڅ نشي راوستلی.

XS
SM
MD
LG