د لاس رسي وړ اتصالات

۱۷ کلن امریکايي ځوان یوه نوې سیاره کشف کړه


ولف کوکییر
ولف کوکییر

د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک ایالت ۱۷ کلن ځوان ولف کوکییر د امریکا د ملي تحقیقاتو په ادارې (ناسا) کې د یو درې ورځني روزنیز پروګرام په پای کې یوه نوې سیاره کشف کړه.

کوکییر په یولسم ټولګي کې و چې په ۲۰۱۹ کال کې د مریلنډ ایالت د ګرینبلت په ښار کې د ناسا د یوې څانګې لنډ روزنیز پروګرام ته ومنل شو.

د امریکا (سي ان بي سي) خبري شبکه وايي له ولف کوکییر څخه لمړی کار چې وغوښتل شو دا و چې د هغو ستوریو د رڼا بدلون وارزوي چې د ناسا د (تس TESS) په نامه سپوږمکۍ ضبط کړي وو.

ولف کوکییر د دغه روزنیز پروګرام په وروستۍ ورځ د (۱۳۳۸ TOI) په نامه یوه لویه سیاره وموندله. ویل کیږي چې دا سیاره د ځمکې د کرې اوه برابره ده.

ناسا د ولف کییر د کار له تائید او د هغې مقالې له خپرولو وروسته چې ښاغلی کییر یې د لیکوالانو په ډلې کې و، دا خبر تاید او په خپل ویبسایټ کې خپور کړ.

ناسا وايي ولف کییر چې کوم ستوری کشف کړی دی، له ځمکې څخه ۱۳۰۰ نوري کال واټن لري. د ځمکې او لمر ترمنځ واټن شاوخوا اوه نوري دقیقې دی.

دغه امریکایي ځوان پلان لري چې د امریکا په یو معتبر پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې. هغه پرینستون، مسه چوستس د تکنالوژۍ پوهنتون او ستنفورد پوهنتونون خوښ کړي دي.

XS
SM
MD
LG