د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا په فضا کې د کورونو د طرحو ګټونکي اعلان کړل


له اوږد انتظار وروسته د امریکا د متحده ایالتونو د فضايي څیړنو ملي ادارې”ناسا“ د هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې په فضا کې د کورونو جوړولو په اړه یې د طرحو په سیالیو کې برخه اخیستې وه.

دغه سیالۍ په کال ۲۰۱۵ کې پیل شوې وې او ۱۱ بیلابیلو ډلو پکې برخه اخیستې وه. ګډونوالو د بیلابیلو ډیجيټلي چاپ پروګرامونو او ۳-ډي پرنټر په مرسته په مریخ او نورو سیارو کې د کورونو بیلابیلې طرحې وړاندې کړې وې.

ټولې طرحې د ویډیو په مرسته ښودل شوې او اړوندې کمېټې ته وړاندې شوې وې.

د ټولو ګډونوالو له منځ نه درې امریکايۍ ډلۍ د وروستي پړاو لپاره ټاکل شوي چې د درې واړو تر منځ به د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو جایزه په مساوي توګه تقسیم شي.

ددغې سیالۍ وروستی مرحله به د مۍ د میاشتې په لومړیو ورځو کې تر سره شي.

په وروستي پړاو کې به درې واړه ډلې خپلې طرحې د تري ډي پرنټر په مرسته په ریښتیني ډول چاپوي او بیا به یې اړوندې کمېټې ته وړاندې کوي. د دې دور ګټونکی به ۸۰۰ زره امریکايي ډالر ګټي.

XS
SM
MD
LG