د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي


تورنو کسانو غوښتل چې یوه اندازه هیرویین بهر ته قاچاق کړي.
تورنو کسانو غوښتل چې یوه اندازه هیرویین بهر ته قاچاق کړي.


د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دوی سرحدي پولیسو د کابل په حامد کرزي او د بلخ په مولانا جلال الدین بلخي نړیوالو هوايي ډګرونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تورنو کسانو غوښتل یوه اندازه هیرویین د هوا له لارې بهر ته قاچاق کړي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي "په بلخ کې پنځه تنه چې څلور کیلوګرامه هیرویین یې په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او همدارنګه په کابل کې بیا یو کس چې یو کیلوګرام هیرویین یې په سفري بکس کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، نیول شوي دي".

په دې وروستیو کې د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه بهر ته د نشه يي توکو د قاچاق هڅې یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي، چې امنیتي مسئولین یې د مخنیوي په برخه کې د بریا خبره کوي.

په نیول شویو کسانو کې زیاتره یې هغه دي چې غواړي په خپلو ګېډو کې نشه يي‌توکي بهر ته قاچاق کړي.

په نس کې د نشه يي توکو د تشخیص او تخلییې مرکز مسئولین وایي چې دوی ته په منځني ډول هره اونۍ لس کسان په ګېډه کې د نشه يي توکو د تشخیص او تشونې لپاره وروستل کیږي.

XS
SM
MD
LG