د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د کوکنارو اړولو کمپاین روان دی


پولیسو د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې کوکنار اړولي دي.
پولیسو د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې کوکنار اړولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وايي چې په ننګرهار کې یې د کوکنارو د اړولو په لړ کې څه د پاسه ۳۰ جریبه نوره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

دغه معینیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر ۲۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار یې په خوږیاڼو او شپږ جریبه په سپین غر ولسوالۍ کې اړولي دي.

له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو پرون ویلي وو چې د خوږیاڼو په خیرمېنه کلي کې یې اووه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

پولیس وايي چې په ننګرهار کې به د کوکنارو اړولو کمپاین تر هغه ادامه ولري چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.

ننګرهار یو له هغه ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې د کوکنارو کرلو کچه تر ټولو زیاته کمه شوې وه.

XS
SM
MD
LG