د پکتيا د کرنې رياست په دې ولايت کې سږکال پر نږدې دوولس سوه جريبه ځمکه ميوه لرونکي باغونه جوړ کړي، چې له دې جملې څخه يې نهه شپېته ژر ميوه ورکوونکي دي.
کروندګر وايي، چې باغونه د نشه يي توکو د غوره بديل معيشت په توګه پېژندل شوي دي.
د پکتيا د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد دا باغ پر يو جريب ځمکه سږکال جوړ کړی او د زراعت وزارت د باغونو ځنځيروي پروګرام له لوري د مڼو ۶۳۰ ورکړل شوي نيالګي يې په کې کښېنولي دي.
جان محمد هيله من دی، چې دغه ژر ميوه ورکوونکي نيالګي به يې د اقتصادي ودې لامل شي، ځکه په دغه ولايت کې د نورو ميوو ترڅنګ د مڼو متراکمو باغونو ښه نتيجه ورکړې ده.
هغه وايي "دا هره ونه چې ما ته دوه منه حاصل ونيسي، ټول دوولس سوه منه حاصل راغی. که غټې ونې پرې کښېنوم، هغه نتيجه نه ورکوي. په پکتيا کې د دغو باغونو نتيجه ښه وتلې ده".
د زراعت رياست د ځنځېروي باغونو د پروژې په چوکاټ کې د پکتيا په مرکز او ځينو ولسواليو کې پر ۱۱۶۲ جريبه ځمکه دا ډول ميوه لرونکي باغونه جوړ کړي، چې ډېر شمېر يې د مڼو دي.
کروندګر وايي، چې له يوه لوري د باغونو چارې اسانه او ګټه يې ډېره ده او بل لور ته د نشه يي توکو، په ځانګړې توګه د چرسو د کرکيلې د غوره بديل معيشت په توګه پېژندل شوي دي.
د پکتيا د کرنې رياست مسئولين وايي، چې د سږکال په ۱۱۶۲ جريبه جوړو شويو باغونو کې ۶۹ يې متراکم يا ژر ميوه ورکوونکي او پاتې نور يې غيرمتراکم باغونه دي.
د پکتيا د کرنې رئيس محمد الدین مومند وايي چې په ياد شمېر کې ډېری باغونه د مڼو دي،ځکه د دغه ولايت اقليم د مڼو لپاره مناسب دی. يو شمېر نور بيا د بادامو، زردالو او شفتالو باغونه دي.
هغه وايي "د دوی له باغونو څخه نظارت کوو،زموږ د تخينکي ډلې له لوري دوی ته په وخت سره لارښوونې کيږي. د ناروغيو د مخنيوي لپاره دوی ته لازم ټرېنېنګونه نيول کيږي. چې له دې باغ لرونکو سره پر دې علاوه چې کومې ستونزې لري، کار ورسره کوو".
د پکتيا د کرنې رياست مسؤلين وايي،چې تېر کال يې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر ۲۵۰۰ جريبه ځمکه باغونه جوړ کړي وو.